منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۰ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بغلان اوسېدونکي: زياتره پروژې په ډېر ټيټ کيفيت جوړې شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۲ کتنې

پلخمري (پژواک ٩ زمرى ٩٥): د بغلان يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې د تېرو پنځلسو کلونو ډېرى پراختيايي ټولګټې پروژې ډېر ټيټ کيفيت لري.

د بغلان د اندراب ده صلاح ولسوالۍ اوسېدونکي محمد داود عزيزي وويل، د ده صلاح د نجونو ښوونځى چې د دولت له لوري څو کاله وړاندې جوړ شوى و، په ډېره لنډه موده کې يې دېوالونه، کړکۍ او دروازې ويجاړې شوې او اوسمهال ترې ګټه نه اخيستل کېږي.

هغه زياته کړه: "کوم ودانيز توکي چې په دغه ښوونځي کې کارول شوي، بې کيفيت و او کوم شرکت چې په يادې پروژې کار کړى، مسلکي انجنيران او کارکوونکي يې نه لرل."

عزيزى د اندېښنې په څرګندولو سره پژواک  ته وويل، په دغه پروژه کې پيسې بېځايه لګول شوې دي.

د بغلان د پلخمري ښار اوسېدونکي حسيب اميني، په دغه ولايت کې له يوه کال څخه د کمې مودې په ترڅ کې د ځينو پخو سړکو نړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وويل: "سرکونه بايد داسې جوړ شي چې په سرک کې اوبه ونه درېږي، خو کله چې باران ورېږي، نو په ډېرو سرکونو باندې اوبه درېږي، چې دا کار بيا د سرک د نړېدو لامل ګرځي."

نوموړي دې خبرې ته په اشارې سره چې ډېرى هغه پروژې چې په وروستيو پنځلسو کلونو کې جوړې شوې، غوره کيفيت نه لري؛ زياته کړه چې د بغلان ډېرى پاخه سرکونه بيارغونې ته اړتيا لري.

ورته مهال د ولايت مقام د پراختيايي او بيارغونې پروګرامو مسوول عبدالخالق ازاد هم ومنله، چې په دغه ولايت کې ډېرى ترسره شوې پروژې د غيرمسلکي شرکتونو له لوري ترسره شوې او د پروژو د معيار د بشپړولو وړتيا يې نه درلوده.

هغه ادعا وکړه چې پخوا دغه ډېرى پروژې د اړيکو او نورو مسايلو له مخې، د يوې غير رښتونې داوطلبۍ له مخې شرکتونو ته ورکړل شوې او نن يې پايله خلک ويني؛ که چېرې د يادې پروژو په اړه له معياري او مسلکي شرکتونو سره قرارداد شوى وى؛ دا ډول ستونزې به نه رامنځته کېدې.

د نوموړي په وينا، د رښتونې داوطلبۍ ترسره کول، داسې شرکتونو ته د پروژو ورکول چې په رښتيا سره يې د ترسره کولو وړتيا لري؛ د يادو ستونزو يواځېنۍ حل لاره ده.

نوموړي د دا ډول پروژو د ترسره کولو پر مهال د خلکو څارنه ډېره مهمه وبلله او ويې ويل: "په داسې کارونو کې خلک مهم رول لري، بايد له داسې پروژو څارنه وکړي او کله چې وينې شرکتونه سم کار نه کوي، نو اړونده سرچينو ته شکايت وکړي؛ له يوه لوري د دغو شرکتونو د غيرمسلکي کارونو مخه نيول کېږي او له بل لوري پروژې په ډېر ښه کيفيت سره ترسره کېږي."

د بغلان والي عبدالستار بارز پر دې سربېره چې د پروژو کارونو د بې کيفيت والي په اړه د خلکو اندېښنې پر ځاى وبللې، زياته کړه، د هغو پروژو په اړه چې په تېرو پنځلسو کلونو کې ترسره شوې، مرکز ته ډېر شکايتونه راغلي، څو د قانون پر بنسټ له هغو شرکتونو سره بايد قانوني چلند وشي چې په دې اړه يې ګام نه دى پورته کړى، خو تر اوسه پورې دغه کار ته پام نه دى شوى.

هغه زياته کړه، نورې لسګونه پراختيايي پروژې په پام کې نيول شوې او سيمه ييز حکومت په ښه کيفيت سره د يادو پروژو د ترسره کولو لپاره له هېڅ هلې ځلې هم ځان نه سپموي.

د بغلان ياد لوړپوړي چارواکي زياته کړه: "د امنيت ټينګښت سربېره د ښوونځي، جومات، سرک پخولو او څښاک اوبو کېندل او جوړول؛ د بغلان اوسېدونکو له اساسي غوښتنو څخه دي. سيمه ييز حکومت په دغه ولايت کې لسګونه ټولګټو پروژو ترسره کولو ته ژمن دى."

هغه وويل، دا پروژې به داسې شرکتونو ته سپارل کېږي، چې ټول هغه شرايط او معيارونه چې په قانون کې د شرکتونو لپاره وړانديز شوي، ولري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه