ايبک (پژواک، ١٠ زمرى ٩٥): د سمنګان ولايت د کوز دره صوف ولسوالۍ د شاوخوا سلو کليو زرګونه کورنۍ د څښاک اوبو او روغتيايي مرکزونو له جدي کمښت او د اړينو ترانسپورتي امکاناتو له نشتوالي شکايت وي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې کلي د دې ولسوالۍ په مقصود، زيرکي، بيابان، لبابي او دايکنډي غرنيو سيمو کې موقعيت لري او شاوخوا ٢٠ کورنۍ په کې ژوند کوي.
د مقصود سيمې د کته قاق کلي اوسېدونکى ٤٤ کلن نورالله وايي چې د دې کليو اوسېدونکي د اوبو او واورې اوبه به کندو کې زېرمه کوي او بيا يې د څښاک لپاره کاروي؛ ځکه چې په دغو کلو کې چينې او رودونه نشته او د ساده څاګانو کيندل مثبته پايله نه لري.
کنده؛ هغه زېرمې ته وايي چې د لويو ډبرو منځ کې جوړېږي.
نورالله وويل چې سږ کال د ورښتونو د کمښت له امله په کنده کې کمې اوبه راټولې شوې او ځايي خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.
هغه وويل چې د اوبو د کمښت له امله يو شمېر کورنۍ له دې کليو نورو سيمو ته کوچېدلې دي.
ځايي خلک وايي چې په دې سيمو کې د اوبو د کمښت له امله يواځې للمي غنم کري.
نورالله د سمنګانو ولايت له چارواکو وغوښتل چې د دغو کليو د څښاک اوبو کمښت د ستونزو د حل لپاره بايد اقدام وکړي.
هغه وويل، ښايي په دې سيمو کې ژورې څاګانې مثبته پايله ورکړي، بيا دولت کولى شي چې د دې ډول څاګانو کيندلو ته اقدام وکړي.
د دره صوف پايين ولسوالۍ ٤٧ کلن اوسېدونکي عبدالرووف پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د ذيدوري، لبابي، سرخه يى او دمکي کلي اوسېدونکي حتى د اوبو د کمښت له امله له سهاره خپل لاس او مخ هم نه وينځي.))
د لبابي اوسېدونکي ٣٣ کلن شاه جاه وويل هغه سړک چې دغه ولسوالي له حضرت سلطان ولسوالۍ سه نښلوي، خام دى او سخت دى.
نوموړي غوښتنه وکړه چې ياد سړک بايد جوړ شي؛ ځکه چې د دې سيمو خلک د حضرت ولسوالۍ له لارې د ولايت مرکز ته د تګ پر مهال د اړينو ترانسپورتي امکاناتو د نشتوالي په سبب له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي د موټر د کرايو لوړوالي ته په اشارې سره وويل چې د ناروغ د لېږد پر مهال يو موټر په دربست ډول له دغو کليو تر ايبک ښار پورې چې نږدې سل کيلومتره واټن لري، شپږ زره افغانۍ کرايه اخلي او تر ايبک پورې د يوه کس کرايه ٦٠٠ افغانۍ ده.
بلخوا د محمد ابراهيم په نامه پخوانۍ مخالف وسله وال قوماندان چې اوس له دولت سره يو ځاى شوى، په خپلو خبرو کې يې په دې کلو کې د څښاک اوبو او سړک د ستونزو د پخلي ترڅنګ وويل چې په دې کلو کې د روغتيايي کلينيکونو او ښوونځيو نشوالى د ځايي خلکو له عمده ستونزو دي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې د دغو کليو له ډلې په توقسن، زيرکي او بيانان کې روغتيايي کلينيکونشته دي.
خو محمد ابراهيم وويل چې د يادو سيمو ځيني اوسېدونکي له يوه کلي بل او له يوه کلينيک نه بل ته پلي ځي او له دوو تر پنځو ساعتونو پورې لار وهي؛ ځکه چې د کليو تر منځ سړک نشته.
هغه له مسوولو چارواکو وغوښتل چې د دغو کليو د خلکو د ستونزو په حل کې اقدام وکړي. په ورته وخت کې د دې ولسوالۍ د توبه کنده کلي اوسېدونکی محمد رفېع وايي چې په دغه کلي کې څه باندې ١٨٠ کورنۍ ژوند کوي، خو ښوونځى نه لري.
د هغه په خبره، زوى يې ځکه له ښوونځي پاتې دى چې بايد کته قاق کلي ته څه باندې څلور کيلومتره واټن ووهي، د دې تر څنګ د دې ښوونځيو ګڼ ښوونکي مسلکي نه دي او په ښوونځيو کې يې سمه زده کړه نشته.
د دره صوف پايين ولسوالۍ د پوهنې امر سيد عبدالقادر هم په ښوونځيو کې ځينې ستونزې مني، خو وايي چې يادې سيمې له دوو کلونو راهيسې د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس کې وې او شاوخوا دوې مياشتې وړاندې د دولت تر واک لاندې راغلې دي.
د هغه په خبره، له دې وروسته به د يادو ستونزو د حل لپاره اقدام وشي.
د هغه په خبره، په يادو سيمو کې چې شاوخوا ٢٠ زره کورنۍ په کې ژوند کوي، ١٩ ښوونځي په کې او يو د نجونو لومړنۍ ښوونځي په زيرکي ايماق کلي کې غير فعال دى.
د هغه په خبره، د دغو ښوونځيو ٢٠ سلنه ښوونکي مسلکي دي او ٨٠ سلنه نور يې اجير او د جوماتونو ملا امامان دي.
نوموړي څرګنده کړه چې د دې او ښوونځيو د کمښت ستونزې حل لپاره به د نوي ښوونيز کال په تشکيل کې اقدام وشي.
د سمنګانو والي محمد هاشم زارع، له وسله والو مخالفينو د دې سيمو له چاڼولو وروسته د چنګاښ په ٢٩مه نېټه له دولت سره د څو وسله والو مخالفينو د يو ځاى کېدو مراسمو د ځايي خلکو د ستونزو اورېدو لپاره زيرکي سيمې ته تللې و.
والي د سيمې له خلکو سره په خبرو کې وويل چې ده ټول هغه کلي ليدلي چې تازه يې د طالبانو له واکمنۍ ژغورلي دي، د کلو د خلکو ستونزې يې څېړلې او ورڅخه يې موندلې ده چې د دې سيمې خلک د څښاک اوبو، سړک او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
والي د دره صوف پايين د یادې سيمې له خلکو وغوښتل چې خپلې ستونزې په ليکلې ډول له خپلو استازو سره مرکز ته ور واستوي، څو د حل په برخه کې يې اړين اقدامات ترسره شي.
د يادونې ده، د سړک، څښاک اوبو، روغتيايي مرکزونو کمښت او نورو برخو ستونزې د هېواد د نورو ولايتونو په ځينو سيمو کې شته دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










