کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٥): په کابل کې يو شمېرکسبګر په وروستيو دوو کلونو کې د وزګارتيا له ډېرېدو شکايت کوي او وايي چې په يوه مياشت کې ايله پنځه ورځې کار پيدا کوي، ځيني نور بيا د شپې په وږي نس ويده کېږي او له پوروړو پټ ګرځي.
دوى د ملي يووالي حکومت، کسبګرو ته پر نه پاملرنه او وعده خلافۍ تورنوي او له چارواکو غواړي چې د ټولنې د بې وزله وګړو د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي او هغوى ته کار پيدا کړي.
د پروان ولايت د شيخ علي ولسوالۍ اوسېدونکي او ګلکار ٣٦ کلن حيات الله له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې په پروان کې د کار د نشتوالي له امله، پنځلس ورځې له خپلې کورنۍ سره کابل ښار ته راغلى دى.
هغه وايي، سره له دې چې هره ورځ د کار پيدا کولو لپاره د کابل ښار د تايمني نهم سړک کې د کارګرو ټولېدو ځاى ته د کار موندلو په موخه راځي، خو تر اوسه يې يوه ورځ هم کار نه دى کړى.
نوموړى چې له وزګارتيا زيات ستړى ښکارېده، وويل چې د نوي حکومت له راتګ سره کارونه خراب شوي او ژوند ورته ګران شوى دى.
د نوموړي په خبره، تر دې وړاندې يې د دې توان درلود چې په پروان ولايت کې د ورځ مزدرۍ له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.
هغه زياته کړه چې خپلې اته کسيزې کورنۍ ته د نفقې پيدا کولو تر څنګ د کابل ښار د چهار کلا سيمې په يوه غير پلاني او بې نقشې سيمه کې د يوې حويلۍ دوه زره کرايه هم ورکوي.
حيات الله وويل: ((که کار وي، نو د ورځې ٤٠٠ افغانۍ مزدوري اخلم او د خپلې کورنۍ اړتياوې پرې پوره کولى شم، خو که کار نه وي، د ژوند د اړتياوو پوره کول راته ګران دي.))
د کابل ښار د وزير اباد چهار کلا اوسېدونکي ٤٩ کلن سلطان علي د تايمني نهم سړک ته د کار لپاره راغلى، خو نن له غرمې وړاندې تر لسو بجو پورې لا هم ورته کار نه دى پيدا شوى.
نوموړى چې د يوې پنځه کسيزې کورنۍ مسووليت ور له غاړې دى او څاه کېدونکى دى، وويل چې په يوه مياشت کې له پنځو ورځو نه زيات کار نه شي کولى، مياشتينى عايد يې په مياشت کې له درې زرو افغانيو نه لوړېږي.
هغه هم وويل چې د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره وزګارتيا ډېره شوې، خو تر دې وړاندې وضعيت ښه و او د کورنۍ ورځني لګښتونه يې پوره کولى شوى.
د نوموړي په خبره، اوسني حکومت د خلکو غوښتنو ته ځواب نه دى ورکړى، د کوم کار د تر سره کولو توان نه لري او نه يې هم داسې يوه حکومت ته هيله شته.
د کابل ښار بل اوسېدونکى محمد حسن هم وايي چې خپلې اووه کسيزې کورنۍ ته يې د نفقې پيدا کول ګران دي او په يوه مياشت کې ورته له پنځو ورځو نه زيات کار نه پيدا کېږي.
هغه وويل: ((سږ کال هېڅ کار نشته، کله چې د اشرف غني حکومت راغلى هېڅ کار نشته، کار ورک شوى، بېخي ورک شوى، د کرزي د حکومت پر مهال به که سل کسان چوک ته راغلل، د غرمې تر لسو بجو پورې به پنځه کسان هم له کاره نه پاتې کېدل، خو اوس له سهاره تر اوسه چې ١٠:٠٠ بجې دي يواځې شپږ کسان کار ته تللي دي.
حضرت دين چې د ودانيو او کورونو رنګمال دى، د کابل نوي ښار حاجي يعقوب څلور لارې ته راغلى، څو کار ته لاړ شي، خو دى هم د کار له نشتوالي شکايت لري.
د هغه په خبره، که چېرته کار ورته پيدا شي، هره ورځ د ٧٠٠ او ١٠٠٠ افغانيو تر منځ اخلي، خو کار پيدا کېدل ګران دي، ځينو کارګرو ته په يوه مياشت کې درې څلور ځلې کار پيدا شي، خو ترلاسه کړې پيسې يې ورځنى لګښت نه پوره کوي.
نوموړي وويل چې بېوزلي د ژوند له سختو فشارونو سره مخ دي: ((له هټيوال مو اوړه، غوړ او وريژې په پور وړې، د پيسو غوښتلو له وېرې ورڅخه له يوې کوڅې نه بلې ته لار بدلوو.))
هغه وايي چې نه يواځې دى، بلکه يو شمېر نور کارګر هم له دې ستونزې سره مخ دي.
هغه وويل: ((په افغانستان کې داسې يو فاسد حکومت رامنځته شو چې د افغانستان په تاريخ کې سارى نه لري، ټول کارونه يې ناسم دي، تشې خبرې دي، هره ورځ په ټلويزيون کې له بېلابېلو هېوادونو سره قرار دادونه لاسليک کوي، خو په عمل کې هم نشته.))
نوموړي څرګنده کړه چې د ٥٠٠ کارګرو له ډلې چې هره ورځ حاجي يعقوب څلور لارې ته راځي، يواځې ٢٠ کسانو ته کار پيدا کېږي، خو پاتې نور د غرمې له ١١:٠٠ وروسته له يو عالم ناهيلۍ سره بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.
هغه وويل: ((نږدې ٤٠ کلن يم، خو سر او ږيره مې په ډېرو اندېښنو سپين شوي، موږ دلته کار ته راغلي يو، خداى پاک موږ د غيرت ، کار او عبادت لپاره پيدا کړي يو، بې غيرتۍ ته يې نه يو پيدا کړي چې د امريکا، روس او هند پاتې شوني دې وخورو، کله چې موږ کافر ته تمه وکړه، ورځ مو په دې حال شوې ده.))
د کاپيسا د تګاب اوسېدونکى جميل چې د کابل ښار پل خشتي جومات ته څېرمه په ميوند واټ کې د راټولو شوو کارګرو تر څنګ د کار انتظار باسي، وايي چې له وزګارتيا کابل ته راغلى، څو کار ته لاړ شي، خو دلته هم ورته کار نه پيدا کېږي.
د هغه په خبره، په افغانستان کې تر کار جګړه ډېره ده، هره ورځ د جګړې خبرونه اورو، په همدې سبب هېڅوک هم د ساختماني کار کولو جرئت نه شي کولى.
جميل وويل چې په همدې ځاى کې هره ورځ شاوخوا ٨٠٠ کسان کار ته راځي، خو له دې ډلې يواځې ٤٠ کسان کار ته ځي.
د لوګر ولايت اوسېدونکي مجتبى هم په پل خشتي کې د کارګرو په ډله کې دى چې په يوه مياشت کې ورته دوه يا درې ځله کار پيدا کېږي، دا پيسې يې د کور د کرايې او تګ راتګ لګښت نه شي پوره کولى.
نوموړي زياته کړه چې دى، مېرمن او دوه ماشومان يې کله کله د شپې په وږي نس ويده کېږي.
هغه وويل چې يو شمېر کال له ننګرهار نه کابل ولايت ته د کار لپاره راځي، خو کار ورته نه پيدا کېږي او په داسې وضعيت کې دي چې نه پيسې لري او نه هم د شپې تېرولو لپاره ورسره پيسې شته.
هغه وويل چې حکومت بايد په ټولو ولايتونو کې په متوازن ډول خلکو ته کار موندلو لپاره کارخانې جوړې کړي.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د رسنيو سلاکار عبدالفتاح عشرت احمدزى هم مني چې په افغانستان کې د وزګارتيا کچه د دوو کلونو وړاندې په پرتله لوړه شوې ده.
نوموړي له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتل او د نړيوالې ټولنې د مرستيو کمېدل، په هېواد کې د وزګارتيا د ډېرېدو لامل بولي او وايي چې د مرستو په کمښت سره ودانيزې پروژې کمې شوې او پر وزګارتيا يې اغېز کړى دى.
خو نوموړي وويل چې په دې وروستيو کې د حکومت د نوو پروګرامونو په سبب ودانيز کارونه زيات شوي او د پروګرامونو په عملي کېدو سره به په تدريجي ډول د وزګارتيا کچه هم ټيټه شي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه چې ياد وزارت د کارګرانو د کار کسب (حرفې) د زده کړې لپاره مرکزونه جوړ کړي، څو د مسلکي کارګرو شمېر زيات شي او په ترتيب سره د وزګارتيا کچۀ تيټه کړي.
د احمدزي د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٤ کال شوې سروې څرګندوي چې په افغانستان کې د کاري ځواک ٨.٥ ميليون کسانو ته رسېږي چې له دې ډلې يې ١.٩ ميليونه په بشپړ ډلو وزګار دي او ١.٤ ميليونه نور يې دايمي کار نه لري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










