منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۱ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بدخشان کې شاوخوا ٢٥٠ پروژې ګټه اخيستو ته چمتو شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

فيض اباد (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): له  ٢٤٨ پراختيايي او ټولګټو پروژو څخه چې د بدخشان په ولايت کې د ملي پيوستون پروګرام له لارې د ياد ولايت په يوولسو ولسواليو کې ترسره شوې، له پنځوس زره زياتې کورنۍ برخمنې شوې.

د بدخشان ولايت د کليو او پراختيا رياست د ملي پيوستون پروګرام مسوول انجنير عبدالولي معروفي وويل، چې په دغو پروژو کې ټولنيز مرکزونه، د اوبو کوچني برېښنا کوټونه، پولګوټي، د اوبو رسولو شبکې، د اوبو لګولو کرنيز کانالونه، محافظوي ديوالونه، استنادي او ګبيني دېوالونه،د ښوونځيو د چاپېريال دېوالونه، پلونه او پر سرکونو جغل اچولو پروګرامونه شامل دي.

د هغه په وينا، د يادو پروژو له ګټو ٥٢٨١٤ کسان برخمن کېږي چې ټول لګښت يې ٣٥٢ ميليون او ٨٢٧ زره افغانۍ کېږي.

انجنير معروف زياته کړه، چې دغه پروژې په خواهان، تشکان، بهارک، زيباک، ارګو، يمګان، مايمي، واخان، شکى، کران ومنجان او تګاب ولسواليو کې عملي کېږي او د ملي پيوستون دغه پروګرام  د ٢٠١٦ کال د سپټمبر په ٣٠ مه پاى ته رسيږي، چې د ښار اوسېدو پروګرام (ميثاق شهروندي) يې پر ځاى عملي کېږي.

چارواکي وايي چې د ملي پيوستون پروژو په عملي کولو کې يو څه نيمګړتياوې شته، چې د ياد پروګرام (ميثاق شهروندي) په عملي کېدو سره هڅه کېږي، څو دغه نيمګړتياوې پوره او پروژې په ښه توګه ترسره شي، چې له يوه لوري خلک له پروژو ساتنه وکړي او له بل لوري خلک له بې وزلۍ او فقر ځان وژغوري.

د ياد ولايت د کليو او پراختيا رياست د ملي پيوستون پروګرام مسوول وويل  چې په بدخشان کې د ملي يووالي پروګرام له پيل راهيسې ١٨١٨ پراختيايي شوراګانې رامنځته او له ٣٦٢١ زياتې بشپړې او ګټې اخيستو ته سپارل شوې او دغه راز  پر ١٩٦ نورو پروژو هم کار  روان دى.

نوموړي د يادو پروژو د اغېزمنتيا په اړه زياته کړه: "موږ کومې ارزونې چې کړې او هغه ارزونې، چې د پراختيايي شوراګانو له لوري ترسره شوې، د کليوالو په ژوند کې ډېر مثبت بدلونونه راغلي دي، د بېلګې په توګه د بدخشان په يوه لرې پراته کلي کې مو د اوبيزې برېښنا کوچنى بند جوړ کړى او کلى يې د برېښنا له نور ډک شو او هغوى اوسمهال له کمپيوټرونو ګټه اخلي او د خلکو د ژوند په نوور ډګرونو کې هم بدلونونه رامنځته شوي دي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه