کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): د ناټو د روزنې ماموريت وايي، د افغانستان ملي دفاعي ځواکونو په رهبرۍ کې د تېر کال په پرتله پرمختګ راغلی دی.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت (غوڅ ملاتړ) وياند د سويډن د پوځ ډګروال پار ذاکارياژن د زمري په ١٧مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.
هغه زياته کړه چې افغان ملي دفاعي ځواکونو د تېرو کلونو په پرتله ډېر پرمختګونه کړي او په مشرتابه کې يې هم د پام وړ ښه والى او بدلون راغلى دى.
د يادونې ده، له تېرو دوو کلونو راهيسې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه د افغانستان د ملي ځواکونو په مشرتابه کې د ستونزو شکايتونه کوي.
د ناټو وياند وايي چې د دوى د روزنې د ماموريت له امله اوس د افغان سرتېرو او د هغوى په رهبرۍ کې د پام وړ بدلون راغلى او هيله يې څرګنده کړه چې په دې برخه کې د نورو پرمختګونو شاهد و اوسي.
ډګروال پار وويل چې افغان ځواکونه له روزنې او زده کړو سره ډېره لېوالتيا لري او د هغوى روزنې ته به افغان حکومت او ناټو ډېره پاملرنه کوي.
هغه زياته کړه چې افغان ملي دفاعي ځواکونه د تېر کال په پرتله په دغه جګړه ييز موسم کې ښې لاسته راوړنې لري او د دښمن ډېر پلانونه او بريدونه يې شنډ کړي دي.
د ناټو د روزنې ماموريت وياند وايي چې افغان ځواکونو د تېر کال له جګړه ييز ماموريت څخه په برياليتوب څخه ووتل او سږ کال نورې لاسته راوړنې هم لري.
نوموړى زياتوي چې تېر کال افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې و، خو سږ کال يې د جګړې موسم له يرغليز حالت سره پيل کړى دى.
د افغان ځواکونو د ستونزو په اړه د ناټو وياند وويل چې دوى په رهبرۍ، لوجستيک او تخنيکي برخو کې اوس هم ستونزې لري او په دې برخو کې بايد ډېر کار وشي.
د ډګروال پار په وينا، افغانستان له ډېرو کلونو راهيسې ځپل شوي، د ناټو د روزنې ماموريت موخه دا ده چې افغان ځواکونه ښه وروزل شي، څو دوى وکولى شي چې له خپل هېواد او خلکو څخه دفاع وکړي .
ده زياته کړه: ((همدا زموږ او د افغان حکومت ګډه موخه ده چې افغانستان به بيا د ترهګرو پر خوندي ځالې بدل نه شي.))
د روزنې د ماموريت په ناټو وياند وويل چې په دغه ماموريت کې د ٣٩ هېوادونو شاوخوا ١٣زره سرتېري لري او د افغانستان د مرکز په ګډون په پنځو زونونو کې د روزنې دنده پر مخ وړي.
د هغه په وينا، د افغان ځواکونو د روزنې تر څنګ دوى د افغانستان د ملي دفاع او کورنيو چارو له وزارتونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي او مشورې ورکوي.
د يادونې ده، د ناټو د روزنې ماموريت د ٢٠١٦ کال په پاى کې ختمېدلو، خو تېره مياشت د ناټو په سرمشريزه غونډه کې دغه ماموريت تر يو بل کاله پورې وغځول شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










