منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۰° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ناټو: داعش ډله په افغانستان کې له زوره لوېدلې

· ۵ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو وياند بريد جنرال چارلېس کليويلنډ وايي چې داعش اوس د خپلو فعاليتونو د پراخولو پر ځاى د ځان ساتلو په هڅو کې دى.

دغه امريکايي جنرال دا څرګندونې په کابل کې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه چې د داعش فعاليتونه په ننګرهار ولايت کې زيات دي او ډېرى يې د ډيورنډ د پولې د پورې غاړې اوسېدونکي دي.

خو جنرال چارلېس وايي چې د داعش د وسله والو شمېر او فعاليتونه اوس کم شوي دي، هغه اوس د خپلو فعالیتونو د پراخولو پر ځاى د ځان ساتلو په هڅه کې دي.

د ناټو دغه پوځي چارواکي وويل چې په ننګرهار کې تر ځپل کېدو وروسته اوس د داعش ځيني غړي هڅه کوي چې کونړ ولايت ته ځانونه ورسوي.

نوموړي زياته کړه په کونړ کې د داعش غړي لږ دي، يواځې تر تبليغه پورې محدود دي او د فعاليتونو ترسره کولو توان نه لري.

د جنرال چارلېس په وينا، د نظامي ستراتيژۍ له مخې، لومړى د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسواليو کې عمليات وشول او وروسته به دا لړۍ اچين ته غځول کېږي، څو د ننګرهار ټوله سيمه له داعش پاکه شي.

نوموړي وويل چې داعش ‌ډله په ننګرهار کې ډېره کمزورې شوې ده.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((موږ نه پوهېږو چې داعش له کومه مرسته ترلاسه کوي، خو د دوى ډېرى غړي د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د ازبکستان اسلامي تحريک (اى اېم يو) پخواني غړي دي.))

د ناټو او امريکايي ځواکونو دغه جنرال وايي، چې ټي ټي پي له پخوا څخه وسلې او مالي سرچينې لرلې او له خلکو هم پيسې راټولوي.

نوموړي وويل چې په لومړي سر کې د داعش شمېر شاوخوا تر درې زره پورې و، خو اوس يو نيم زرو ته راټيټ شوی دی.

جنرال چارلېس کليويلنډ د ننګرهار خلکو ته په خپل پيغام کې وويل چې افغان ملي امنيتي ځواکونه په مېړانې سره د داعش پر ضد يرغليز عمليات ترسره کوي، امريکايي ځواکونه يې مرسته او ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه: ((د ننګرهار خلک يواځې نه دي، دوى داعش نه غواړي؛ ځکه چې افغانانو داعش ډله رد کړې ده.))

د ناټو د تېر پسرلي په پيل کې د شفق په نوم پيل شوو عملياتو په اړه وويل چې دغه ځل افغان ځواکونه له دفاعي حالته ووتل او يرغليزه بڼه يې خپله کړه.

د هغه په وينا، ٢٠١٥ د افغان ځواکونو لپاره سخت کال و، مرګ ژبله يې هم زياته وه، خو دغه ځل دوى له وسله والو طالبانو سره د جګړې ستراتيژي بدله کړه، د ملي ځواکونو په رهبرۍکې مثبت بدلونونه رامنځته شول او ظرفيتونه يې لوړ شول.

خو جنرال چاريس وويل چې د دې په پرتله طالبان په مشرتابه او مالي سرچينو کې له ستونزو سره مخ شول.

نوموړي د شفق د عملياتو پر مهال د افغان ځواکونو د ننګونو او لاسته راوړنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په کندوز او هلمند ولايتونو کې د طالبانو ډله ييز بريدونه پر شاتمبول د افغان ځواکونو لويه لاسته راوړنه وه.

دغه راز د ناټو دغه جنرال زياته کړه چې په ننګرهار ولايت کې د شفق د عملياتو پر مهال کوټ، هسکه مېنه او د اچين ولسوالۍ ځينې سيمې له وسله والو پاکې شوې.

د ننګونو په اړه هغه وويل چې د دغو عملياتو پر مهال د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زياته وه، د کندوز په شمالي برخو کې جګړو له ستونزو سره مخ کړي وو، دغه راز په هلمند کې هم له ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړي د افغان ملي دفاعي ځواکونو په مشرتابه کې د ستونزو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې تر ټولو مهمه ستونزه د نه تجربې ده.

د هغه په وينا، دا به لږ وخت واخلي چې دوى ښه و روزل شي او زده کړې ترلاسه کړي.

جنرال چارلېس وايي چې دا ستونزې په بېلابېلو وختونو کې په ځینو برخو کې وي، خو ډېره ستونزه په منځنۍ کچه مشرتابه کې ده.

په هلمند کې د افغان ځواکونو تر منځ د نه هغمږۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې کله ناکله داسې شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د هلمند نوى والي حيات الله حيات خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي، د همغږۍ هڅه يې کړې او د خلکو په منځ کې کېني او پاڅي.

د ناټو او امريکايي ځواکونو وياند په افغان ځواکونو کې فساد ته په اشارې وويل چې خيالي سرتېري د اندېښنې وړ دي او د تېلو په برخو کې هم د فساد اندېښنې شته دي.

دا چې وسله وال مخالفين ولې هلمند ته ډېره پاملرنه کړې، بريد جنرال چارلېس وويل چې هلمند په تاريخي توګه د طالبانو مرکزي سيمه ده، هلته ډېر پټنځايونه لري.

د هغه په وينا، د هلمند نشه يي توکي هم په روانو جګړو کې مهم رول لوبوي.

جنرال چارلېس وويل چې امريکايي ځواکونه به له افغان ځواکونو سره همکاري کوي او اجازه نه ورکوي چې لښکرګاه د وسله والو لاس ته ولوېږي.

هغه زياته کړه چې ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته نوي واکونه ورکړي چې د دې واکونو له مخې، په کومو سيمو کې چې افغان ځواکونو عمليات پلان کړي وي، دوى يې مرستې ته ور دانګي.

نوموړي وويل چې اوس مهال په افغانستان کې ٩٨٠٠ امريکايي سرتېري مېشت دي، ټاکل شوې وه چې تر ٢٠١٦ کار وروسته دا شمېر ٥٥٠٠ ته تيټ شي، خو اوس ولسمشر پرېکړه کړې چې تر ٢٠١٦ وروسته به هم ٨٤٠٠ امريکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه