منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۲ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فراه د کار او ټولنيزو چارو رياست تعمیر او بدخشان کې يو پول جوړ شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

فراه (پژواک،٢٠ زمرى ٩٥): د فراه ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست ودانۍ نن ګټې اخيستو ته وسپارل شوه او دغه راز د بدخشان په يفتل پايان ولسوالۍ کې يو پول جوړ شوى دى.

دغه ودانۍ چې د فراه ښار په څلورمه ناحيه کې جوړه شوې، نن د ياد وزارت د وزيرې نسرين اورياخېل په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوه.

د فراه د کار او ټولنيزو چارو رييس وحيدالله ساپي وويل، ياده دوه پوړيزه ودانۍ چې پنځلس خونې لري، د دوه جريبې ځمکې په مساحت کې جوړه شوې چې دوه سوه زره امريکايي ډالره لګښت پرې راغلى دى، چې ياد لګښت د دولت له بوديجې ورکول کېږي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د يادې پروژې کار د ١٣٩٢ لمريز کال په کب مياشت کې پيل شوى و.

صافي وويل: "پخوا مو په کرايي ودانۍ کې فعاليت کاوه، چې له امله يې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان و، خو د يادې ودانۍ په جوړولو سره له دغې برخې اوسمهال زموږ ستونزې حل کېږي او په ښه توګه خلکو ته خپل خدمتونه وړاندې کولى شو."

نوموړي دغه راز په دغو مراسمو کې وويل، چې ياد رياست د ماشومانو د وړوکتونونو لپاره د فراه ښار په لومړۍ، دويمې او څلورمې ناحيو کې ځمکه لري، خو د وړوکتونونو د جوړولو لپاره ورسره بوديجه نشته.

د کار او ټولنيزو چارو وزيرې نسرين اورياخېل وويل، چې په فراه کې د وړوکتونونو جوړول به د دغه وزارت په پلان کې شامل کړي.

د يوه بل خبر له مخې، د کليو او پراختيا وزير د بدخشان په يفتل پايان ولسوالۍ کې د يوه پل د پرانېستې سربېره دغه ولايت د هېواد له مستحقو ولايتونو وباله او ژمنه يې وکړه، چې په ١٣٩٦ لمريز مالي کال کې به دغه ولايت ته ډېرې پراختيايي پروژې په پام کې ونيسي.

ياد پل چې سل متره اوږدوالى او اووه متره پلنوالى لري، د ياد ولايت د يفتل پايان ولسوالۍ په ګذر کلي کې د نړيوال بانک د ٧٩ مليون افغانۍ مرستې په لګښت سره رغول شوى دى.

دغه پروژه د يوه کال په ترڅ کې بشپړه او ګټې اخيستو ته وسپارل شوه، چې له امله يې د يادې ولسوالۍ د سلګونه اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې حل کړې.

د کليو او پراختيا وزير نصيراحمد دراني د بدخشان له والي سره د ليدو پر مهال وويل چې ياد ولايت د هېواد له مستحقو ولايتونو څخه دى او ډېره کمه پراختيا په کې تر سترګو کېږي.

د کليو او پراختيا وزير زياته کړه: "له همدې امله به د ١٣٩٦ لمريز مالي کال کې ياد ولايت ته ډېرې پراختيايي پروژې په پام کې ونيول شي."

دغه راز نوموړي ژمنه وکړه، چې له ګذر پل څخه د يفتل پايان ولسوالۍ تر مرکز اتفاق بازار بورې نوى ١٥ متره سړک هم رغوي.

د يفتل پايان ولسوالۍ د ګذر پل د کوکچې پر سيند جوړ شوى او د فيض اباد-کشم لويې لارې او ګاونډ ولايتونو سره د دغه ولايت يوولس ولسوالۍ نښلوي.

د بدخشان والي فيصل بېکزاد د پراختيايي پروژو د کيفيت پر ښه والي ټينګار وکړ او ويې ويل: "کومې پراختيايي پروژې چې په بدخشان کې ترسره کېږي، بايد ښه کيفيت ولري او ډېر دوام وکړي، څو خلک تر ډېرو کلونو پورې له هغو ګټه پورته کړى شي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه