کندوز (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): يوه مېرمن چې د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ په وروستيو جګړو کې يې خاوند او دوه زامن وژل شوي، وايي چې له ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ ده او د خپلو دوو لوڼو او يوه زوى د راتلونکي په اړه اندېښنه لري.
شاه جهان چې ٥٠ کاله عمر لري، له خپلو دوو لوڼو او يوه زوى سره د کندوز ولايت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند په (سيد مختار اغا) سيمه کې په يوه کنډواله کور کې په نا مناسب اقتصادي وضعيت کې ژوند کوي.
نوموړې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې ٥٥ کلن خاوند او دوه ځوان زامن يې تېر کال په دې ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال ووژل شول.
شاه جهان چې ژړل يې او په ډېره ستونزه يې خبرې کولې، وويل چې طالبانو د تېر کال د غبرګولي په ٣١مه پر چهار درې ولسوالۍ له څلورو لارو بريدونه وکړل او څو ورځې نښته روانه وه.
هغه وويل: ((کور مو د پوليسو پوستې ته مخامخ و، له خپلو دوو لوڼو او يوه زوى سره په کور کې وم، خاوند او زوى مې د کور انګړ کې وو، د توپ يوه مرمۍ مو د کور پر بام ولګېده، کله چې له کوره را ووتو، ومو ليدل چې دواړه شهيدان دي، ډېرې چيغې مو ووهلې، خو جګړه ډېره سخته وه، څوک له کوره نه شوى راوتلى.))
مېرمن شاه جهان د اوښکو په ملتيا زياته کړه: ((يو ساعت وروسته جګړه يو څه ارامه شوه، زوى مې راسره روان کړ چې ګاونډيان خبر کړو، ١٧ کلن و، همدا چې له انګره راووتو يوه مرمۍ پرې ولګېده او شهيد شو.))
دې ځورېدلې مېرمنې وويل چې په يوه ورځ يې له کوره د درېيو جنازو وتل د زغم وړ نه و، تر مرګه به يې هېر نه شي.
شاه جهان چې د تېر کال له جګړو ترخې او غمجنې خاطرې لري، دى وايي چې روح او جسم يې د غمونو غره لاندي کړي، د خاوند او دوو زامنو له مرګ وروسته اړه شوه چې کار وکړي، د خپلو دوو لوڼو (١٢ کلنه او ١٣کنه) د ژوند بار د خپل يواځېني زوى په مرسته اوچت کړي.
هغې زياته کړه چې له خپل زوى سره چې پخوا د ملي اردو سرتېرى و، د نورو په ځمکو کې کرکيله کوي.
په ورته وخت کې دغه مېرمنې له خپل ناوړه اقتصادي وضعيت نه شکايت وکړ او له حکومته يې وغوښتل چې له دې سره مرسته وکړي.
هغې همدارنګه پژواک ته وويل چې د خاوند او دوو زامنو له وژلو وروسته نه دولت او نه هم ورسره کومې کورنۍ او بهرنۍ موسسې مرسته کړې ده.
په ورته وخت کې په کندوز کې له پېښېو سره د مبارزې ادارې مشر ميراغا اعتبار وويل چې دولت په چهادرې ولسوالۍ کې د جګړې د وروستيو وژل شوو له کورنيو سره د ٥٠ زره افغانيو او خوراکي توکو مرسته کړې، خو دا مرستې د قربانيانو ټولو کورنيو ته نه دې وېشل شوې.
د اعتبار په خبره، ټاکل شوې وه چې له دې کورنیو سره چې له مرستو پاتې دي، يوه خيريه موسسه مرستې وکړي، خو په خپله ژمنه يې عمل ونه کړ او يو شمېر کورنۍ محرومې پاتې شوې.
د ويلو ده چې تېر کال د روژې مياشتې په دويمه نېټه د چهادرې ولسوالۍ د څلورو ورځو لپاره د طالبانو لاس ته ورغله چې مرګ ژوبله يې هم لرله، سلګونه کورنۍ د دې ولسوالۍ له زيانمنو سيمو وتښتېدې او په امنو سيمو کې ځاى پر ځاى شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










