منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۸ غ.م
۱۰°ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هېواد په پلازمېنه کې پر بهرنیو ژبو لوحې ډېرې شوې

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۳۴ کتنې

کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٥): په پلازمېنه کابل کې په بهرنيو کليمو د شرکتونو نومول او د لوحو ليکل په داسې حال کې زيات شوي چې د يو شمېر هېوادوالو په نظر د پرديو اصطلاحاتو رواجولو؛ د هېواد پر ملي ژبو او فرهنګ منفي اغېز پرې ايستلى دى.

ياد هېوادوال د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې کابل ښار کې د ډېر شمېر هټيو او شرکتونو لوحې پر انګرېزي، عربي، اردو، ترکي او نورو ژبو ليکل شوې دي چې ډېرى هېوادوال پر بهرنيو ژبو د نه پوهېدو له امله د هغوى په ويلو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

د پژواک خبري اژانس خبريال چې د نمونې په توګه د شهرنو، وزير اکبرخان، کارته پروان، ده افغانان، کارته سه او کارته چهار، دارالامان او د کابل ښار له يو شمېر نورو سيمو څخه ليدنه کړې او وايي، چې په بهرنيو ژبو د يو شمېر شرکتونو د نومونې ترڅنګ، د ځينو روغتونونو، مارکېټونو، رسټورانټونو، هټيو او...لوحې هم په بهرنيو ژبو ليکل شوې دي.

وول لوجيسټيک، ګلوبل سيکيوريټي، افغان نشنل پټروليم لميټېډ، اې ايي پي ورلډ وايډ سروېس، سيټي ميډيکل کمپلکس، کلنيک نوى سيټي، سيټي طبي لابراتور، کابل سټار فرنيچر او...د هغو سلګونو لوحو نمونې دي چې د هېواد په پلازمېنه کې په بهرنيو ژبو ليکل شوې دي.

د کابل اوسېدونکو اندېښنې

د کابل اوسېدونکي وايي، د هېواد په پلازمېنه کې په بهرنيو نومونو د لوحو ليلکو دود ښيي، چې په دې کار سره به د وخت په تېرېدو سره د افغانستان فرهنګ او ژبې د بهرنيو ژبو تر اغېز لاندې راشي.

د کابل يوه اوسېدونکي امين الله فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، يو شمېر هېوادوال په بهرنيو ژبو د نه پوهېدو له امله هغه لوحې نشي لوستلى چې په بهرنيو ژبو ليکل شوې دي.

هغه زياته کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نور اړوند بنسټونه بايد په هغو لوحو چې بهرنۍ کليمې پکې کارول کېږي، جدي څارنه وکړي؛ که چېرې دا کار ونه شي نو افغانستان به د پريدو هېوادونو د فرهنګ له جدي ګواښ سره مخ شي.

د تايمني په موى مبارک سيمه کې د بن صالح ستر پلورنځي مالک وويل، چې په دې وروستيو کې په بهرنيو کليمو د هټيو او ستر پلورنځيو نومونه په يوه رواج بدله شوې ده.

نوموړي د خپل ستر پلورنځي په اړه وويل: "په ټول افغانستان کې د سوپر مارکېټ ليکل رواج شوي، ټول د ستر پلورنځي پر ځاى، سوپر مارکېټ ليکي، موږهم له دې امله د ستر پلورنځي پر ځاى، سوپر مارکېټ ليکلى دى."

هغه وويل، که چېرې چارواکي د شرکتونو او ستر پلورنځيو په نومونو کې اصلاحات رامنځته کړي نو هغه هم دې ته چمتو دى چې د خپل پلورنځي نوم د هېواد ملي ژبې ته بدل کړي.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دى چې ډېرى وګړي يې بېسواده دي او اکثريت يې په دوه ملي ژبو پښتو او دري خبرې کوي، خو هغه څه چې په دې وروستيو کې د ښار په لوحو کې تر سترګو کېږي، د افغانستان له فرهنګ او رسمي ژبو سره په ټکر دي او دغه ډېر لوحې له بهرنيو ژبو نقل شوې دي.

په لوحو باندې د بهرنيو کليمو کارول د دې لامل شوي، څو خلک د يوې پتې پيدا کولو لپاره په ساعتونو-ساعتونو ستړي او سرګردانه شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې له ولايتونو څخه کابل ته راځي.

 

د چارواکو اقدامات

په ١٣٩١ لمريز کال کې پخواني ولسمشر له ملي ژبو څخه د پرديو کليمو ايستلو په موخه يو فرمان صادر کړ، چې ياد فرمان تر اوسه پورې عملي بڼه نه خپله کړې.

د کابل ښاروالۍ د خپرونو مسوول عبدالقادر ارزو وويل چې د شرکتونو، سترو پلورنځيو، رسټورانټونو، روغتونونو او هټيو لوحو د تنظيم په موخه يې يو کميسيون جوړ کړى، چې ډېر ژر به خپل فعاليتونه پيل کړي.

هغه زياته کړه چې په دغه کمېسيون کې د اطلاعاتو او فرهنګ او عامې روغتيا وزارتونو، ايسا ادارې، کابل ښاروالۍ، د کسب ګرو ټولنې او امنيه قوماندانۍ استازي شامل دي چې د کميسيون کار له پيل سره به په ټولو لوحو کې د اندازې، رنګ او متن له اړخه اصلاحات رامنځته شي او هڅه کېږي چې  د شرکتونو نومونه او د لوحو متنونه بايد له ملي ژبو واوسي.

نوموړي، شرکتونو ته د جواز ورکړې مسووليت د ايسا ادارې کار وباله او ويې ويل: "دغه اداره بايد د جواز د تمديد پر مهال په بهرنيو نومونو د شرکتونو له نومونې مخه ونيسي او نومونو بايد په ملي کليمو باندې بدل کړي."

په بهرنيو نومونو د شرکتونو ثبتول

د ايسا ادارې له پانګونې څخه د ملاتړ رياست مرستيال سيد مسيح الله پژواک ته وويل: "موږ د حقوقي شخصيتونو په توګه د شرکتونو په تصميم کې د لاسوهنې حق نه لرو، ځکه پخپله تصميم نيونکى شرکت نهايي دى، چې د ځان لپاره څرنګه نوم وټاکي. موږ يوازې د هغو نومونو په برخه کې چې له ديني ارزښتونو سره په ټکر کې وي، جواز نه صادرو، خو د جواز ورکولو په برخه کې بل کوم محدوديت شتون نه لري."

نوموړي د شرکتونو لپاره د بهرنيو نومونو ټاکل د اندېښنې وړ وبلل، خو ويې ويل چې شرکتونه تر ډېره د نومونو د ټاکلو په برخه کې فکر کوي، ځکه دوى په هماغه نوم بازار ته وارديږي، که چېرې سخت نوم وټاکي نو دوى ته بيا زيان اوړي.

هغه وويل چې د نوم ټاکلو په برخه کې له ديني او ملي ارزښتونو سره له ټکرتوب پرته د جواز د ورکړې په کړنلاره کې د شرکتونو لپاره د نوم ټاکلو لپاره هيڅ محدوديت نه دى ټاکل شوى.

دغه راز د ايسا د جواز ورکړې کړنلارې په نهمه ماده کې راغلي چې د شرکت نوم بايد د تورو لوستلو (هجا) او املا له اړخه سم وي، د شرکت نوم د پښتو، دري او انګريزي په کليمو کې هم ليکلى شي، يادې کليمې بايد معنا ولري او معنا يې بايد په بنسټ ليک کې څرګنده شوې وي.

د يادې کړنلارې د نهمې مادې په بل ځاى کې راغلي چې د شرکت د نوم ټاکنه بايد له کلتور او نورو مذهبي مسايلو سره په ټکر کې نه وي، له شخصي او حکمي نومونو ګټه اخيستل چې د هېواد د نافذه قوانينو ته د مادي او معنوي زيان اوښتو لامل ګرځي، منع دي.

خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت بيا په بهرنيو نومونو د شرکتونو له نومولو او دغه راز د لوحو له ليکولو مخنيوى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دندو څخه وبلله.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي وويل: "موږ هېڅکله هم په بهرنيو نومونو چې له هغو سره افغانى نوم نه وي، جواز نه ورکوو."

د هغه په وينا، د ا طلاعاتو او فرهنګ وزارت کې له بهرنيو نومونو څخه د مخنيوي او بدلون لپاره ځانګړى رياست فعاليت کوي، چې کله د شرکت نوم د هېواد  ژبې او فرهنګ په خلاف وي، د هغو مخه نيسي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د دې خبرې په څرګندولو سره چې له قانون سره سم د لوحو ټول نومونه بايد د هېواد پر ملي ژبو وليکل شي، وويل چې له بده مرغه ډېر شمېر نومونه په بهرنيو ژبو باندې ليکل شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند هارون حکيمي پژواک ته ويلي چې پخوا د دغه وزارت، ښاروالۍ او يو شمېر نورو بنسټونو ګډو استازو څخه جوړ شوي کميسيون شتون درلود، خو له تېر يوه کال راهيسې د کميسيون د کار موده پاى ته رسېدلې او د تېر يوه کال په اوږدو کې په ياده برخه کې کومه کار نه دى ترسره شوى.

هغه وويل: "شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې مو د دغه کميسيون د تشکيلاتو لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړانديز کړى، کله يې چې منظوري راغله نو ياد وزارت به د ستونزې د حل په موخه اړين ګامونه پورته کړي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه