منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خراساني: موږ د ديموکراسۍ قرباني شوو

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۴۹ کتنې

تالقان (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): په تخار کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د یوه پخواني نوماند کس ورور وايي چې د ټاکنيزو سياليو پر مهال يې نوماند ورور د ناټو په هوايي بريد کې ټپي شو او ١٣ تنه نور کمپاين کوونکي ووژل شول خو تر اوسه يې چا پوښتنه ونه کړه.

په ١٣٨٩ کال کې د يو شمېر نورو کسانو تر څنګ په تخار ولايت کې عبدالواحد خراساني هم ځان د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره نوماند کړى و.

د عبدالواحد خراساني ورور اسلام الدين خراساني پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې ورور يې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې خپلواک نوماند وو.

خراساني د خپل ورور د تپي کېدو کيسه داسې پيل کړه: "زموږ کاروان چې له خواجه بهاءالدین ولسوالۍ څخه د کمپاین په موخه رستاق ولسوالۍ ته د تګ په حال کې وو، په کیوان نومي کلي کې، ناټو را باندې هوايي برید وکړ، ډېر شمېر کسان یې شهیدان کړل. خپله عبدالواحد خراساني ژوبل شو، چا ورته غلط راپور ورکړی و چې ګواکې دوی طالبان دي، ناټو هم پرته له دې چې فکر وکړي او یا هم څېړنه وکړي، بمونه یې وغورځول."

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې ١٣ کمپاين کوونکي و وژل شول او د عبدالواحد خراساني په ګډون درې تنه نور ټپيان شول.

هغه وايي چې د موټرو پر سر يې لوډسپېکرونه لګولي او شعارونه يې ورکول چې په ټاکنو کې د عبدالواحد خراساني ملاتړي دي.

ده وويل چې دوى له قانون سره سم کمپاين کاوه خو د غلط راپور پر بنسټ ناټو پر دوی هوايي بريد وکړ.

هغه زياتوي: "جېټ الوتکو چې بمونه وغورځول لاړل، شیبه وروسته دوه چورلکې راغلې او په پرله پسې توګه یې ډ‌زې کولې، پاتې کسان چې ژوبل وو او ځان یې نه شوای ایستلای په ډزو ووژل شول."

ده وويل: "ښه وه چې سیمه غرنۍ وه د پټېدو ځای ډېر و، ورور مې خراساني کابل کې د کورنیو چارو وزارت ته ټيلېفون وکړ چې په موږ پېښه شوې ده خو بيا چې هغوی تر څو له ناټو سره تماس نيوه وخت له وخت تېره وو."

ده وويل چې له پېښې وروسته دوه چورلکې راغلې خراساني او دوه نور ټپي کسان يې لومړى کندوز او بيا کابل ته يووړل.

 

دى وايي: "نور نو موږ مړي په پیک اپ موټرو کې خپلو سیمو ته انتقال کړل. د چا سر نه و، د چا پښې نه وې، څوک بېخي ټوټه ټوټه وو او څوک څېڅ پېژندل کېدل نه."

خراسانی وايي چې له وژل شوو هر کس څخه له شپږو تر اتو پورې د کورنۍ غړي پاتې دي او اوس په ګڼو اقتصادي ستونزو کې ګير دي.

هغه وايي چې ورور يې هم تر اوسه نه دى روغ شوى او هر کال دوه يا درې ځلې د درملنې په موخه هندوستان هېواد ته ورځي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "موږ د تخار سیمه ییز حکومت ته عریضه وکړه، ناټو ته مو عریضه وکړه، ملګرو ملتونو ته مو عریضه وکړه، خلاصه د عدالت لپاره هرځای ته لاړو او سر مو وټکاوه، خو تر اوسه مو داسې ځواب نه دی موندلی چې زموږ او د شهیدانو د کورنۍ زړه پرې تسل شي. "

دى وايي چې امريکايانو ويل دغه بريد جرمنانو کړې خو جرمنانو بيا ويل چې دغه بريد امريکايانو کړى دى.

هغه وويل: "زه يوه خبر کوم  چې موږ د ډيموکراسۍ قربانې شولو، نور څوک پر موږ باور نه کوي له سياسي فعاليتونو پاتې شولو او زموږ استعدادونه وځپل شول."

ده له اړوندو ادارو غوښتنه وکړه چې د دې پېښې عاملين پيدا کړي، محاکمه او سخته سزا ورکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک ته وويل: ((موږ په دې اړه معلومات نه لرو، دغه پېښه ناټو کړې ده هغوى يې بايد په اړه ځواب ورکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې هماغه مهال د ناټو ځواکونو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په د ټاکنيز کمپاين په دې کاروان کې دازبکستان اسلامي ګوند تندلاري وو ځکه بريد پرې وشو.

دغه راز په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخواني قوماندان جنرال ډيويډ پټريوس هم ويلي چې په دغه کاروان کې د ازبکستان د اسلامي ګوند د تندلارو شتون حتمى و.

هغه ويلي وو چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه دغه بريد په غرنې سيمه کې په دغه کاروان شوى دى.

خو پخواني ولسمشر حامد کرزي په ياد بريد کې د ملکي کسانو وژل کيدل غندلي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه