لښکرګاه (پژواک، ۳۰ زمری ۹۵): په هلمند کې ځيني امنيتي ځواکونه چې له څو مياشتو راهيسې د دولت له مخالفينو سره په جګړه کې دي، وايي چې هېڅ ډول مکافات نه دي ورکړل شوي او ان عادي پوښتنه يې هم نه ده شوې.
دغو امنيتي ځواکونو له کابو لسو مياشتو راهيسې د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه په باباجي او چاه انجير سيمو کې د دولت له مخالفينو سره په جګړه بوخت دي.
باباجې د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه ده، تېر کال د تلې په ۲۷مه وسله والو طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په لوى مانده سيمه کې د جګړې لومړۍ کرښه ماته کړه او په باباجي سيمه کې يې امنيتي ځواکونو ته مخامخ سنګرونه جوړ کړل.
دغه راز څو ورځې وړاندې طالبانو لښکرګاه ته د نږدې ولسوالۍ نادعلي د چاه انجير بازار هم تر خپلې ولکې لاندې راوست.
يادې سيمې ته يو شمېر خبريالان او د هلمند د ولايتي شورا غړي ورغلي وو.
دې سيمې ته امنيتي ځواکونه او نور خلک نه شي کولاى په عمومي سړک تګ او راتګ وکړي په کليو او بانډو کې ځي راځي.
د باباجي سيمې په بشران کلي کې د ملي اردو د لومړۍ پوستې سرتېري عوض ګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاخه سړک ته نږدې طالبانو سنګرونه جوړ کړي او کله نا کله پر دوې بريدونه هم کوي.
نوموړي وویل چې تر اوسه خواړه او جنګي تجهيزات ورته رسېږي، خو ستونزه يې دا ده چې ټوله سیمه د ځنګله په څېر ده، کرنې په کې شوې، کلي او باغونه دي چې مخالفین يې له جوړښت څخه د دوی په زیان ګټه پورته کوي.
له دې سيمې لږ مخې ته د چاه انجير په جنوبي سيمه کې له سلګونو کورونو څخه يو لوى کلى جوړ شوى دى.
د دغه کلي په يو کور کې طالبان او په بل کې امنيتي ځواکونه دي او ډېر وخت يو بر بل ډزې کوي.
په همدې سيمه کې د شېرمحمد په نوم يوه سرتېري چې په امبولانس کې د غرمې لپاره ډوډۍ چمتو کوله پژواک ته وويل چې دوى د امنيت د ټينګښت پوره توان لري.
هغه زياته کړه: ((طالبان له شپني دوربین او ښکاري ټوپک او ماینونو څخه ګټه پورته کوي، د مخامخ جګړې توان نه لري.))
ده هم وويل چې د خوړو او جنګي تجهيزاتو په برخه کې ستونزې نه لري خو زياته يې کړه: ((د اوږدې مودې لپاره له دښمن سره په څنګ پاتې کېدل ستونزمن دي دا نو د مسوولينو کار دى چې دې ستونزې ته د حل لار پيدا کړي.))
په همدې سيمه کې د سرتېرو، طالبانو، پوځي ټانکونو او موټرو د شتون تر څنګ يو شمېر خلک هم ژوند کوي.
د همدې سيمې اوسېدونکي سپين ږيري ولي جان پژواک ته وويل: ((له دېوال نه سر پورته کول له ژوند سره لوبې کول دي، خو زه د کډوالۍ لپاره هېڅ امکانات نه لرم، دهقان يم او له خپلو اولادونو سره همدلته ژوند کوم.))
د دغه کلي او باباجي تر منځ يو خوړ دى او د دې خوړ په سر پل جوړ شوى دى د امنيتي ځواکونو موټر له دغه پول څخه په چټکى تېريږي؛ ځکه دغه سيمه په اسانۍ سره د طالبانو له خوا په نښه کېدلای شي.
په باباجي کې د پولیسو د عملیاتي ټولي قوماندان لومړي څارمن میرزاخان پژواک ته وويل پوره لس مياشتې کېږي چې په دې سيمه کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
هغه وايي چې په دې موده کې طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه زياته کړه: ((مسوولين دي زموږ سرتېرو ته کور ته د تګ او معاشونو په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.))
دغه راز د باباجي او چاه انجير په سيفون سيمه کې د سرحدي پوليسو افسر محمد راعي پژواک ته وويل چې تر اوسه يې څو ځلې د وسله والو طالبانو بريدونه پر شاه تمبولي دي.
هغه وايي: ((طالبانو غوښتل زموږ پوستې سقوط کړي، لښکرګاه ښار ته ولاړ شي خو موږ ورسره مسلکي جګړه وکړه، موږ هېڅ تلفات ونه ليدل خو هغوى ته مو درنه مرګ ژوبله واړوله.))
يادو ټولو سرتېرو له امنيتي چارواکو غوښتنه کوله چې ستاينه او پوښتنه يې پر خپل وخت وکړي.
د هلمند د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل په سيمه خبريالانو ته وويل چې د همدې سرتېرو قرباني د دې لامل شوې تر څو په لښکرګاه کې خلک ارام ژوند وکړي.
هغه وويل چې د يادو سرتېرو ټولې ستونزې او غوښتنې به په مرکز لښکرګاه کې له اړوندو چارواکو سره شريکې کړي.
ده وړانديز وکړ چې په دې سيمو کې بايد په لوړه کچه پوځي عمليات ترسره شي تر څو سيمه له وسله والو مخالفينو څخه پاکه شي.
د اړوندې موضوع په اړه په هلمند کې د ٥٠٥ بست زون قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انګار پژواک ته وويل چې د يو مناسب پلان له مخې به د ټولو هغو سرتېرو ستاينه وکړي چې له وسله والو مخالفينو سره يې مخامخ جګړه کړې ده.
هغه وويل چې په يو شمېر سيمو کې به ډېر ژر لوى پوځي عمليات پيل شي تر څو يو شمېر له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيول شي.
هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى دا مهال يې څلور ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي او کجکي، سنګین، واشیر، نادعلي، مارجې، ناوې، ګرمسېر او خانشین ولسواليو يواځې د ولسوالۍ ودانۍ له حکومت سره دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










