منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل ښاروالۍ کې د انلاين ودانيزو جوازونو صادرولو لړۍ پيل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۴۹ کتنې

کابل (پژواک ٣١ زمرى ٩٥): د کابل ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره له بيروکراسۍ څخه د مخنيوي او د باکيفيته خدمتونو د وړاندې کولو او روڼتيا په موخه؛ د پرليکه (انلاين) ودانيزو جوازونو صادرولو لړۍ پيل کړه.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيبزي، چې نن "له يوې سرچينې څخه د ودانيزو جوازونو د صادرولو د انلاين سيستم امريت" د پرانېستې په مراسمو کې خبرې کولې؛ زياته کړه چې د ياد سيستم په پيل سره هغه ټول تقاضا کوونکي او متشبثين چې د ښار په سيمو کې له ماسټرپلان سره سم د لوړپوړو دانيو د جوړول هوډ لري نو کولى شي چې په انلاين توګه سره د خپلو ودانيزو چارو د جواز سند ترلاسه کړي.

 نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د کابل ښاروالۍ د اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې او د برېښنايي حکومتولۍ په برخو کې پراخه پروګرامونه لري، زياته کړه د ودانيزو جوازونو د صدرو لړۍ چې نن په انلاين توګه پيل شوه؛ د دغو پروګرامونو يوه برخه ده.

 حبيب زي وويل: "دغه لړۍ له موږ سره د خدمتونو په وړاندې کولو کې د روڼيتا او حساب ورکونې په برخه کې مرسته کوي او د دې سيستم له لارې به هڅه وشي، څو د ودانيزو جوازونو د صادرولو په برخه کې له تقاضا کوونکو شته پرمختګونه ګام په ګام شريک شي او د وخت له تېرېدو به مخنيوى وشي."

د هغه په وينا، په انلاين توګه د ودانيزو جوازونو صدور؛ د خدمتونو وړاندې موده رالنډوي او پر دې سربېره له بيروکراسۍ مخنيوى کوي، چې په دې کار سره به اړتيا نه وي،  څو مراجعين هرې شعبې ته په تلو سره خپل ډېر وخت ولګوي او دا لړۍ همدرانګه د ښاروالۍ په ادارو کې د فساد کچې له راټيټېدو سره هم ډېره مرسته کوي.

 د کابل ښاروالۍ سرپرست وايي، چې پخوا به د ساختماني جوازونو پر صادرولو څلور کال وخت لګېده، چې اوسمهال پرې تر ډېره څلور مياشتې تېريږي او د هستوګنيزو ودانيو لپاره په دريو ورځو کې جواز ورکول کېږي.

 د هغه په وينا، د ودانيزو جوازونو د صدور لړۍ په اسانولو سره به بهرنيو پانګوالو ته يو فرصت رامنځته شي، څو ډېر ژر په ودانيزو برخو کې پانګونه وکړي.

 نوموړي زياته کړه، چې دغه مرکز دغه راز معياري لوړپوړو ودانيزو ته د جوازونو د صادرولو او کنټرول په برخه کې اساسي رول لري او له دې لارې به د خپلسرو ودانيو له جوړېدو مخه ونيول شي.

 هغه څرګنده کړه: "د کابل ښاروالي په خپلسري ډول د ودانيو له جوړولو او رغولو د مخنيوي په موخه؛ هره اونۍ له لسو د ډېرو ودانيو کار دروي او له منځه يې وړي."

 دغه سيستم په کابل ښاروالۍ کې د امريکا متحده ايالاتونو د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) په مالي او تخنيکي او د مالي (IFC) نړيوالې موسسې مرسته رامنځته شوى دى.

 د نړيوالې مالي موسسې يوه کارکوونکي عبدالناصر نظري وويل، چې دغه انلاين سيسټم د ودانيزو جوازونو د ترلاسه کولو او پړاونو د لنډولو په برخو کې ډېرې مرستې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه