منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بهسودو نوی پول که جوړ هم شي، تر یو کاله به د ګټې اخیستو جوګه نه وي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۳۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، د وږي لومړۍ نېـټه ٩٥): که د ننګرهار د بهسودو دوهم پول ګټې اخیستنې ته چمتو هم شي، بيا هم تر شاوخوا يو کال پورې ترې ګټه ځکه نه شي اخيستل کېداى چې تر اوسه د دغه پله دواړو مسیرونو ته سړک نه دی جوړ او په مخکې یې کورونه او مارکېټونه پراته دي.

د دغه ٣٦٠ متره پول د جوړولو چارې څو کاله مخکې پيل شوې دي، چارواکو ادعا کړې وه چې په يوه کال کې به بشپړ شي خو د جوړوونکي شرکت او حکومت د ناغېړيو له امله يې چارې څو کاله وځنډېدې.

اوس چې د خلکو له بار بار غوښتنو او لاريونونو وروسته د دغه پول د جوړېدو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې خو د پول دواړو لورو ته د سړک جوړولو د کار هېڅ څرک نه ليدل کېږي.

د پول سوېل (ښار) لور ته يو لوى مارکېټ، دوکانونه او کورونه دي او شمال (بهسودو ولسوالۍ) لور ته يې هم ژوره کنده او کورونه دي خو تر اوسه دواړو لورو ته د کار د پيل هېڅ نښې نه ليدل کېږي او نه هم حکومت په دې اړه کوم پلان وړاندې کړی دی.

اوس که څه هم د ننګرهار چارواکي وايي چې د بهسودو پل چارې مخ پر خلاصېدو دي خو د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې د پله دواړو مسیرونو ته د سړک د نه شتون له امله به دغه پل د ګټې اخیستنې جوګه نه وي.

دغه راز د ننګرهار د ولايتي شورا ځیني غړي هم وايي چې که دغه پل بشپړ هم شي بيا به هم د سړکونو نشتوالي له امله يوازې یو بې ګټې پل پاتې وي.

یو رېکشا چلوونکی نور سلام چې هره ورځ د بهسودو پر پخواني پله تګ راتګ کوي، د بهسودو د دوهم پل اوسني وضعيت ته چې کار يې په خلاصېدو دی، يو څه خوشبينه دی؛ خو اندېښنه يې د دغه پله يوې خوا او بلخوا سړک ته ده.

هغه له پژواک سره په خبرو کې زياته کړه: ((د پل يو خوا او بل خوا سړک هېڅ جوړ نه دی، د زورواکانو دوکانونه او مارکېټونه په دغو ځايونو کې اباد دي او ګومان کوم چې حکومت به يې بېخي وران نه شي کړلی.))

دغه راز د کونړ ولايت يو موټر چلوونکی ذبيح الله چې د جلال اباد- اسعد اباد پر لويه لار موټر چلوي، وايي، د دوهم پله جوړېدو ته يې هيلې شته؛ خو د سړکونو نشتوالی داسې څرګندوي چې د راتلونکي يو بل کال لپاره به بيا هم جلال اباد ښار ته په راتلو کې پر ساعتونو انتظار باسي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((زه هره ورځ په زاړه پله تګ راتګ کوم، د نوي پله کارونه اوس په خلاصېدو دي؛ خو ها خوا او دېخوا يې سړکونه نشته؛ نو دا به بيا هم موږ ته مشکل وي.))

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري هم پژواک ته وويل چې شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې يې د ننګرهار له والي سليم کندوزي سره يې دا موضوع شريکه کړې خو ولايتي ادارې يې په اړه کوم ګام نه دی پورته کړی.

هغه زياته: ((د بهسودو د دوهم پله په اړه خبرې کول راته شرم ښکاري؛ ځکه دا درې کاله مو يوازې همدا ويلي، کار تېز شو او کار ورو شو او کار ودرېد. د سړک موضوع مې له والي او د فوايد عامې له وزارت سره هم شريکه کړې؛ خو هېڅ کوم اقدام نه کېږي.))

بلخوا د ننګرهار د فواعد عامې رييس وايي چې د بهسودو د دوهم پله جوړوونکي شرکت د پيسو موضوع حل شوې او تر راتلونکې يوې مياشتې به پل بشپړ شي.

د فواعد عامې رييس حمدالله طلوع پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر راتلونکې یوې میاشتې به پل جوړ شي او بیا به یې د رنګ او روغن چارې هم ترسره شي.

هغه د بهسودو د دوهم پل د دواړو خواوو د سړک په اړه وويل چې دا موضوع لومړی ښاروالۍ ته سپارل شوې وه؛ خو د ښاروالۍ د بوديجوي مشکلاتو له امله اوس پرېکړه بدله شوې.

ده زياته کړه: ((اوس د فوايد عامې وزارت د پله د دواړو غاړو د سړک سروې کړې پر ډيزاين يې کار روان دی او ډېر ژر به داوطلبۍ ته وړاندې شي.))

د فوايد عامې رييس د بهسودو د دوهم پله د ځنډېدو د اصلي لامل په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((لومړی خو بوديجوي ستونزه وه، بيا ټاکنې راغلې، له هغې وروسته بيا هم بوديجوي مشکل و او کله نا کله به د اوبو ډېروالي هم دغه کار وځنډاوه.))

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي چې په دې اړه غلي نه دي ناست او اړوندو ادارو او په ځانګړي توګه له ټولګټو وزارت سره يې دغه موضوع شريکه کړې ده.

هغه له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال ډاډ څرګند کړ چې اوسمهال د سړک په اړه هم يو څه لومړني کارونه شوي او د پول تر رغېدو ښايي سړک هم ورغول شي.

خوږياڼي زياته کړه: ((هغه ځمکې، دوکانونه او جايدادونه چې سړک په کې راځي، خلکو يې موږ ته ډاډ راکړی چې ځمکې به سړک ته وقف کوي، په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته.))

د يادولو ده، له دغه پله هغه تېرېدونکي مسافر چې ۸ بجې يې حاضري وي، ډېر وخت په توره تياره له کوره راوځي؛ ځکه له دغې ګڼې ګوڼې وتل او بیا خپل کار ځای ته رسېدل، د لږ وخت کار نه دی.

پر دغه پله د ننګرهارو کونړ او نورستان د شاوخوا ٢٥ ولسواليو سلګونه زره خلک تګ راتګ کوي او له سخت کړاو سره مخ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه