منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۲ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې د یوه وژل شوي طالب قوماندان کورنۍ له حکومته مرسته غواړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

پل علم (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۵): په لوګر کې د يوه وژل شوي طالب قوماندان کورنۍ وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده خو بيا هم هڅه کوي څو پر ماشومانو خپلې زده کړې بشپړې کړي.

د پل علم اړوند د هارون خېلو کلي اوسېدونکي طالب قوماندان ملا سعادت چې د یوې لس کسیزې ډلې مشر وو، شاوخوا اووه کاله وړاندې د وږي په میاشت کې له امریکایي ځواکونو سره د مخامخ نښتې په ترڅ کې له خپلو ټولو ملګرو سره يو ځاى ووژل شو.

له وژل شوي طالب قوماندان څخه پنځه زامن، درې لوڼې او مېرمن پاتې دي.

د همدغه وژل شوي طالب قوماندان مشر زوى نثاراحمد پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د پلار له مرګ وروسته له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شول.

هغه زياته کړه: "په ډېرو ستونزو او کړاوونو کې يو، خو زه ، زما خويندې او وروڼه ټول درس وايو تر څو په راتلونکي کې خپل هېواد ته خدمت وکړو. "

دى وايي چې پلار يې لس کسيزه ډله درلوده او په دې سيمه کې د طالبانو قوماندان و.

د هغه په وينا، له کومې ورځې چې پلار يې وژل شوى هېچا ورسره مرسته نه ده کړې او دى او وروڼه يې نيمه ورځ درس وايي او پاتې ورځ بيا مزدوري کوي.

هغه وايي چې د اقتصادي ستونزو د حل په موخه يې هڅه وکړه په حکومت کې د خپل پلار په نوم د شهيدانو کارت جوړ کړي خو دغه هڅه يې ناکامه شوه.

دى وايي: "حکومت ته چا شيطاني وکړه چې دا د طالب زوى دى او طالب ته د شهيدانو کارت نه جوړوي نو حکومت راته کارت جوړ نه کړ."

هغه د يوې پوښتې په ځواب کې وويل: "پلار يې د نجونو او هلکانو د زده کړو پلوي کوله او د بیارغونې پر وړاندې یې ستونزې نه جوړولې. "

نثار احمد وايي چې دوى اوس هم په سختو اقتصادي ستونزو کې دي حکومت بايد ورسره مرسته وکړي.

ده وويل که څه هم پلار يې د مخالفينو په ليکه کې و خو دوى غواړي درس ووايي او هېواد ته خدمت وکړي.

دغه راز د وژل شوي طالب قوماندان مېرمنې سکينې پژواک ته وويل چې خاوند يې د پل علم په پورک بازار کې ترکاڼي کوله.

هغې زياته کړه: "په دوکان کې یې ښې پيسې ترلاسه کولې، ښه ګوزاره مو پرې روانه وه زه څه خبره ومه چې خاوند مې د ترکاڼۍ تر څنګ د طالبانو قوماندان هم دى."

سکينې په ژړغوني غږ وويل: "د روژې لسمه ورځ وه له روژه ماتي وروسته به مې خاوند تراويح لمانځه ته تللو، لس بجې وې چې د ډزو غږ پيل شو د سپکو او درنو وسلو غږ راتله، ما فکر کاوه چې خاوند مې په جومات کې بند پاتى دى خو زه څه پوهېدمه چې هغه په جګړه بوخت دى."

هغې وويل چې تر سهاره يې خاوند کور ته را نه غی خو سهار پوه شوه چې خاوند يې او لس نور طالبان د تېرې شپې په  جګړه کې وژل شوي دي.

هغې زياته کړه: "ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي، هغه کړاوونه، نیستۍ، خواري او  ستونزې چې ما د خپل خاوند تر مرګ وروسته ګاللې، خداى دې په هیڅ کورنۍ نه راولي. "

سکينې وويل چې ماشومان يې ټول ښوونځي ته ځي او هيله منه ده چې يوه ورځ به يې بچيان د هېواد د خدمت جوګه شي.

هغې د خپلې بوختيا په اړه وويل: "په کور کې مې دوه غواګانې ساتلې دي، شيدې کوي، مستې ترې جوړوم او بيا يې ماشومانو ته ورکوم او  بازار کې خرڅوي ښه ده ګوزاره مو څه ناڅه روانه ده."

سکينه وايي چې خاوند به يې وسله وال طالب و خو کورنۍ يې بې ګناه ده بايد حکومت او نور مرستندويې ټولنې ورسره اړينې مرستې وکړي.

هغې د يوه ساړه اسويلي په ايستلو سره وويل: "زه خداى پاک ته سوال کوم چې هېڅوک بې پلاره نه کړي."

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دې کورنۍ تر اوسه له طالبانو سره مستقيمه اړيکه نه ده نيولې.

هغه وايي چې له دې ډول کسانو سره دوى مرسته کوي او ماشومان يې ديني مدرسو ته معرفي کوي.

هغه زياته کړه: ((يا موږ خپله ورسره مرسته کوو او يا دغه ډول دوه يا درې کورنۍ يو سوداګر ته معرفي کوي تر څو په دوامداره توګه هره مياشت مرستې ورسره وکړي.))

خو د لوګر د والي وياند سليم صالح وايي هغه کسان چې له افغان امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت وي او ووژل شي، حکومت ورسره هېڅ ډول مرسته نه کوي.

صالح وايي چې دغه کسان د پرديو په لمسون له افغان امنيتي ځواکونو سره جګړه کوي او خپل هېواد ورانوي نو ځکه مرستې هم نه ورسره کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه