منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۷ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يوه کونډه مېرمن د خپلو اولادونو د زده کړې لپاره له دولت څخه مرسته غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٦ وږی ۹۵): د خپلې کورنۍ يواځينۍ سرپرسته کونډه مېرمن د خپلو اولادونو د زده کړې لپاره له دولت څخه د مرستو غوښتنه کوي.

دغه مېرمن بلقيس نومېږي چې د جګړو له امله يې د خپل خاوند په ګډون د کورنۍ شپږ غړي له لاسه ورکړي، هغه د مزارشريف ښار د علي چوپان سيمې اوسېدونکې ده او په بلخ پوهنتون کې د پاکوالۍ (صفايۍ) په برخه کې کار کوي.

نوموړې چې کابو ۴۵ کاله عمر لري، د وږي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې له تېرو ١٧ کلونو يې د روانو جګړو له امله د کورنۍ شپږ غړي وژل شوي  چې د کور ټوله سرپرستي يې دې  ته ور تر غاړې ده .

هغه وايي چې د کور د بربادۍ کيسه يې د طالبانو د دورې له وروستيو پيل کېږي، کوم وخت يې چې خاوند په کورنيو جګړو کې په مزارشريف کې ووژل شو.

د خاوند له مړينې وروسته يې شپږ واړه اولادونه دې مېرمنې ته پاتې کېږي چې د ژوندي پاتې کېدو په موخه  شبرغان ښار ته د خپلو وروڼو کره پناه ور وړي.

له يوکال تېرېدو وروسته د طالبانو د واکمنۍ د نسکورېدو  پر مهال په شبرغان کې دوه وروڼه او دوه خوريان هم د جګړو قرباني کېږي او نوموړې له خپلو شپږو اولادونو سره بېرته مزارشريف ته راځي.

مېرمن بلقيس چې د بلخ پوهنتون د انګړ په يوه څنډه کې د مرکې لپاره راسره ناسته وه، وويل چې مزارشريف ته له راتګ سره سم يې د بلخ پوهنتون د يو استاد په کور کې د جامو وينځلو او د کور د پاکوالي کار پيل کړ.

نوموړې زياته کړه چې موده وورسته د بلخ پوهنتون د همدې استاد په مرسته ورته په پوهنتون کې د پاکوالۍ په برخه کې دنده ورکړل شوه، چې لا يې هم ترسره کوي.

هغه وايي چې له همدې لارې يې د کور د اقتصادي ستونزو د حل او د اولادونو د پالنې لپاره شپه او ورځ يوه کړه.

د بلقيس ژوند د دې د هڅو په پرتله ښه روان وي، مشر زوی ته يې واده کوي، د هغه دوه اولادونه کېږي، ټوله کورنۍ خوشحاله وي؛ خو د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته يې بيا پر کور د غم ټکه غورځيږي.

نوموړې په اوښلنو سترګو وويل  چې مشر زوی يې د نوي حکومت په پيل کې ووژل شو او د هغه دوه اولادونه يې ورته بې سرپرسته پاتې شول.

هغه وايي: ((د خپل شهيد زوی او د هغه د اولادونو لپاره مې د مرستې د دولتي کتابچې د جوړېدو ډېره کوښښ وکړ؛ خو لا مې ورته جوړه نه شواى کړاى.))

مېرمن بلقيس وويل چې اوس يې اولادونه هم ورسره د کور د اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته کوي.

نوموړې زياته کړه: ((زه په پوهنتون کې پنځه زره افغانۍ معاش لرم، يو زوی مې له زرنج والاسره شاګرد دی، بل په منډوي کې لاسي کراچۍ ګرځوي، درې واړه په ګډه د کور ضرورته پوره کوو.))

هغې له دولت څخه د خپلو اولادونو د لوړ زده کړو په برخه کې د مرستې جدي غوښتنه وکړه چې لاسنيوی يې وکړي.

بلقيس وويل چې يو زوی يې له دوولسم ټولګي څخه فارغ دی او بل په لسم ټولګي کې دی.

نوموړې زياته کړه چې تر دې دمه، د شهيدانو په نامه د دولتي مرستې کومه کتابچه نه لري؛ خو له دولت څخه هيله کوي چې د اولادونو د تعليم په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه