لښکرګاه (پژواک، ۹ وږى ۹۵): په هلمند کې د وروستيو نا امنيو له امله په دريو ولسواليو کې څلور روغتيايي مرکزونه تړل شوي چې له امله يې زرګونه کسان له روغتيايي خدمتونو بې برخې شوي دي.
له تېرې يوې مياشتې راهيسې د هلمند په امنو سيمو کې هم جګړې پيل شوې چې له امله يې يو شمېر ښوونځي او روغتونونه تړل شوي او خلک يې ګډوالى ته اړ شوي دي.
د هلمند د عامې روغتيا رييس مولاداد توبه ګار د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د وروستيو نا امنيو له امله په ناوې، نادعلي او کجکي ولسواليو کې څلور روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.
هغه وايي چې د دغو روغتونونو د تړل کېدو له امله زرګونه کسان له روغتيايي خدمتونو بې برخي شوي دي.
توبه ګار وايي: ((دا زموږ لوى روغتونه دي چې هر يو ته په کال کې تر لسو زرو پورې ناروغانو مراجعه کوله خو اوس د جګړو له امله تړل شوي دي.))
هغه وايي چې د نا امنيو له امله ډاکتران او ناروغان نه شي کولاى دغو روغتيايي مرکزونو ته ورشي.
توبه ګار زياتوي چې په کجکي ولسوالۍ کې يې د روغتيايي مرکز د بېرته فعاله کولو لپاره هلې ځلې پيل کړي او ډېر ژر به دغه روغتون د ناروغانو پر مخ بېرته پرانيزي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په هلمند کې ټول ټال ٦٥روغتيايي مرکزونه دي چې د عامې روغتيا وزارت تر څنګ يو شمېر موسسې هم ورسره په مالي او د درملو په برخو کې مرستې کوي.
ده زياته کړه: ((په دې ٦٥ روغتيايي مرکزونو کې بيا موږ درې لوى روغتونونه لرو چې د بست او ايمريجنسي روغتونونه او پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنې مرکز دى.))
هغه وايي چې د بست روغتون خدمات معياري دي او بې پولي ډاکتران هم په دغه روغتون کې دندې ترسره کوي.
دغه راز توبه ګار وايي چې په ايمرجنسي روغتون کې د هغو پوځي او ملکي ټپيانو درملنه کېږي چې په جګړه کې ټپيان شوي وي.
ده وويل چې په دغه روغتون کې په تېرو ١٥ورځو کې ٢١٦ ټپيانو درملنه شوې ده چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
هغه و ايي چې د ګرمسېر ولسوالۍ تر څنګ په يو شمېر نورو سيمو کې عامو خلکو له روغتونونو څخه ځيني وسايل غلا کړي چې له امله يې د درملنې چارې ټکنې شوې دي.
د نوموړې په وينا، يو شمېر کسان د دوى په چارو کې لاسوهنې کوي او د ښځينه ډاکټرانو د کموالي له ستونزې سره هم مخ دي.
هغه د لاس وهونکو کسانو په اړه نور جزئيات ورنه کړل خو زياته يي کړه چې دغه کسان د ولايت او مرکز کابل په کچه دي.
ده په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې د روغتيايي خدمتونو په رسولو کې له دوى سره پوره همکاري وکړي.
دغه راز د هلمند د ولایتي شورا غړي حیات الله مایار هم پژواک ته وويل چې په ناوې او نادعلي ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله یو شمېر روغتیايې مرکزونه تړل شوي او وسایل يې غلا شوي دي.
د ده په وینا، دغو روغتونونو ته خپله ځايي خلکو زیان اړولی دی، کنه د دولت وسله والو مخالفینو په روغتيایې مرکزونو او د ښوونځیو په چارو کې لاسوهنې نه دې کړي.
دغه راز د ناوې ولسوالۍ د خرابې سيمې اوسېدونکي محمد عيسى پژواک ته وويل چې د وروستيو جګړو له امله د دوى په سيمه کې روغتون تړل شوى دى.
هغه وايي: ((خلک که اوس يوه وړه ناروغي هم ولري نو لښکرګاه ته ځي او دغه کار د خلکو لپاره غټ مشکل دى.))
ده له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر د دوى په سيمه کې بېرته روغتون فعاله کړي.
بلخوا د لښکرګاه په بُست روغتون کې د حاجي عبدالعزیز په نوم يو تن پژواک ته وويل: ((زه د نوزاد ولسوالۍ يم، په ټوله ولسوالۍ کې يواځې يو روغتيايي مرکز په اورموز سيمه کې دى چې دوه درې قلمه دوا لري او د خلکو ضرورت نه شي پوره کولاى.))
هغه وويل چې که په سيمه کې يې ډاکتران او اړين درمل شتون ولري نو دوى بيا اړ نه دي چې مرکز لښکرګاه ته خپل ناروغان بوځي.
په بست روغتون کې د عبدالمالک په نوم د يو ناروغ پژواک ته وويل: ((موږ له موسى کلا ولسوالۍ څخه راغلي يو، زموږ په سيمه کې تش په نامه يو روغتون فعال دى، نظارت نشته، پوښتنه نشته، درمل نه لري غير مسلکي کسان د ډاکټرانو پر ځاى ناست دي او معاش اخلي.))
هغه وويل چې ډېرى خلک د مجبوريت له مخې خپل ناروغان لښکرګاه ته ور وړي چې يو شمېر يې بيا په لاره کې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
دا په سې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د بې پولې ډاکټرانو نړيوال تنظيم هم ويلي وو چې په هلمند ولايت کې د جګړو له امله خلک نه شي کولاى خپل ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي.
دغه تنظيم زياته کړې وه چې په هلمند ولايت کې د روانو جګړو له امله روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسى محدود شوى دى.
هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې څلور ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي او کجکي، سنګین، واشیر، نادعلي، مارجې، ناوې، ګرمسېر او خانشین ولسواليو يواځې د ولسوالۍ ودانۍ له حکومت سره دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










