کابل (پژواک، ١٠ وږى ٩٥): د کليو او پراختيا وزارت وايي چې د ١٣٩٥ مالي کال له پيل راهيسې د هېواد په کچه ٣٧٠٠ کيلومتره سړکونه قير، جغل او کانکرېټ شوي چې له يادو پروژو څخه د هېواد د بانډو ٦٢٠ زره کسان برخمن شوي دي.
د ياد وزارت وياند اکبر رستمي نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال د پورتني مطلب په څرګندولو سره وويل چې تر راتلونکې يوې اونۍ پورې د ٦٠٦ ميليونه افغانيو په لګښت په بغلان، لغمان، سمنګان، تخار، بلخ او کندهار ولايتونو کې له خصوصي شرکتونو سره د سرک جوړونې لس پروژې عملي کېږي؟
پر دې سربېره هغه زياته کړه چې تېره اونۍ يې له شرکتونو او پراختيايي شوراګانو سره د ٣٢٧ ميليونه افغانيو په ارزښت د څښلو اوبو چمتو کولو او اوبو لګولو سيستمونو د پياوړتيا په برخه کې د ٢٧ پروژو قراردادونه لاسليک کړي چې د يو شمېر پروژو عملي کارونه يې پيل شوي دي.
سرچينې وويل چې د ١٣٩٥ لمريز کال له پيل د روانې اونۍ تر لومړيو پورې د کليو او بانډو په ٣٦٩٩ کيلومتره سړک پر قير کولو، کانکرېټ، جغل اچولو او ساتنې باندې ٧٨ ميليونه ډالره لګښت راغلى چې دغه کار د هېواد د ٣٤ ولايتونو اړوند په ٢٤٠٠ کليو او ٣٧٩ ولسواليو کې عملي شوى دى.
د هغه په وينا، د يادو پروژو په عملي کېدو سره په مستقيم ډول ٦٢٠زره کسان له ګټې اخيستو برخمن شوي دي.
سرچينې په دوام کې ويلي چې اوسمهال د هېواد په ٢٠٠ ولسواليو او ٧٠٠ کليو کې د ٦٩ مليون مليون امريکايي ډالرو په ارزښت د حفظ او ساتنې په ګډون د ٣١٣٧ کيلومټره سړک د قيرولو، کانکرېټ او جغل اچولو کار روان دى، چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به هم له ٧٦٥ زره زيات هېوادوال په مستقيمه توګه د هغو له ګټو برخمن شي.
هغه زياته کړه چې د يادو پروژو لګښتونه د بېلابېلو مرسته کوونکو بنسټونو او د افغان دولت د بوديجې له لوري ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










