منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کونړ کې د ملي پيوستون پروګرام اداري ودانۍ جوړه شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۴ کتنې

اسعداباد  (پژواک، ١١ وږى ٩٥): په کونړ ولايت کې د ملي پيوستون پروګرام  ادارې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ولايت د  کليو پراختيا او بيارغونې رييس محمد جعفر جبارخېل د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل‌ چې پر يادې ودانۍ ١٥ ميليونه او ٣٠٠زره افغانۍ لګښت راغلى چې د اړوند وزارت له خوا ورکړل شوى دى.

هغه زياته کړه چې دا پروژه په پنځو مياشتو کې بشپړه شوې ده.

جبارخېل وايي،  له دې وړاندې د ملي پيوستون پروګرام خپلې ټولې دفتري چارې په کرايه کورونو کې پرمخ وړلې  چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره هغه ستونزې چې  د ملي پيوستون پروګرام  کار کونکي ورسره  مخ و اوارې  شوې.

د نوموړي په وينا،‌ دا ودانۍ په درېيو پوړو کې جوړه شوې چې د اداري خونو تر څنګ د غونډو تالار او نور محلقات لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه