ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا معتصم : د بهرنیو ځواکونو وتلو سره د جګړې دکمېدو پر ځای زیاته شوه

ملا معتصم : د بهرنیو ځواکونو وتلو سره د جګړې دکمېدو پر ځای زیاته شوه

author avatar
11 Sep 2016 - 20:18
ملا معتصم : د بهرنیو ځواکونو وتلو سره د جګړې دکمېدو پر ځای زیاته شوه
author avatar
11 Sep 2016 - 20:18

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۰۹۵): پخواني طالب چارواکي ملا اغا جان معتصم ویلي، چې جګړه د حل لاره نه ده او باید نوره دا روانه لانجه د تفاهم له لارې حل شي.

ملا اغا جان معتصم د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر له نږدې کسانو څخه و او د مالیې وزیر و،  دغه څرګندونې  د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت پخپل پیغام کې کړې دي.

 هغه زیاته کړې، د هیواد ټولو ناخوالو او مشکلاتو ته که وکتل شي، اساسي لاملونه یې د افغانانو خپل منځی اختلاف او بیلوالی دی.

ده ویلي : (( بله خبره  داده، چې  نورو ولسونو لپاره دغه ډول مشکلات د هغوی د عبرت او درس اخیستلو لامل ګرځي، خو مو‌‌ږ افغانان هغه که د ټولنیز ژوند په هره سطحه کې قرار لرو لاهم یو له بل سره په مخالفت او مقابله لګیا او بوخت يو.))

ملا معتصم ویلي، نور هیوادونه او ګاونډیانو په کم وخت کې ډیر پرمختګونه کړي، خو افغانان خپلمنځي رقابتونواو ځان طلبۍ له امله ښکارشوي او په دې سره یې له ګاونډیانو او نړۍ والو سيالانو سره د سياسي، علمي، اقتصادي او هرراز رقابت وړتیا له لاسه ورکړې ده . 

د نوموړي په وینا، د هیوادنۍ قضیې ټول اړخونه پردې توافق نظر لري چې جګړه د حل لاره نه ده او باید نوره دا روانه لانجه د تفاهم له لارې حل شي.

ده زیاته کړې : ((د دې سره سره بيا هم موږ وينو چې د جګړې ساحه ورځ تربلې پراخیږي او هره ورځ په حد اوسط ډول په لسګونو افغانان وروڼه یو د بل په مقابل کې مړه او ژوبل کیږي .))
دغه پخواني طالب چارواکي ویلي، اوس چې خارجي عسکر د افغانستان څخه په بشپړه توګه ووتل، يوازي د امریکا لږشمير عسکر پاتې دي چې د امريکا د راغليو متجاوزو قواوو لس فيصده هم نه جوړوي، مګر له بله طرفه ګورو چې پردې مهال اوس یوځل بیا د جګړو شدت زور واخيست، پکار داوه چې دخارجي ځواکونو په وتلو او شمير کمولو سره د جګرې کچه هم ټيټدلای ځکه چې روانه جګړه د خارجيانو پر ضد او د هغوی په مقابل کې پیل شوې ده نه د افغانانوپه مقابل کې.

هغه د جنګي اړخونو څخه غوښتنه کړې، چې د جنګ او جګړې اصول او مقررات مراعات کړي، تر څو بې دفاع او اولسي وګړي، ملکي تأسيسات، عام المنفعه اماکن او نور ملکي ځایونه هدف و نه ګرځوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.