منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هرات استيناف څارنوالۍ په روان کال کې څه باندې ٩٠٠ جرمۍ قضيې ثبت کړې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

هرات ښار (پژواک، ۲۳ وږى ٩٥): د هرات د څارنوالۍ مسوولين وايي چې د روان کال له پيله تر اوسه د دغه ولايت  استيناف څارنوالۍ کې څه باندې ٩٠٠ جرمي قضيې ثبت شوې دي.

د هرات د استيناف څارنوالۍ مشر عبدالحق احمدي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې يادو ٩٠٠ جرمي قضيو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي، اداري فساد، تروريستي فعاليتونو، اختطاف، وژنې، نشه يي توکو قاچاق او جنايي جرمونو قضيې شاملې دي.

هغه زياته کړه چې له يادو قضيو څخه د ٢٠ کسانو دوسيې چې په تروريستي فعاليتونو کې ښکېل وو، اختطاف چې وژنه په کې رامنځته شوې وې او د قتل په جرمونو نيول شوي وو، پر اعدام محکوم شول.

احمدي په دوام وويل: "د روان کال له پيل څخه تر اوسه، دې محکمې ته د اداري فساد ٢٨ قضيې سپارل شوي دي چې له دې جملې څخه د يادو قضيو ١٤ دوسيې بشپړې او ١٤ نورې دوسيې د څېړنې په حال کې دي او ٦٢ شکمن موږ ته معرفي شوي دي."

د هرات استيناف څارنوالۍ مشر دغه راز زياته کړه چې په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٢٠ پېښې چې پر ښځو د جنسي تېري اته پېښې، د وژنې اوه پېښې، دوه د ځان سوځونې او پاتې نورې د ځان وژنې هڅې، وهلو ټکولو، جبري ودونو او سوځېدنې پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي همداراز زياته کړه چې له ښځو سره د تاوتريخوالي ١٢٠ قضيو په تړاو ١٤٠ شکمن کسان د پوليسو له لوري نيول شوي او دې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.

هغه وويل: "چې د ښځوو پر وړاندې د تاوتريخوالي او اداري فساد له قضيو پرته، د شکمنو کسانو دوسيې چې د غلا، وژنې، درغليو، اخلاقي جرمونو او د ماشومانو تېراېستنې  په تړاو نيول شوي دي، تر څېړنې لاندې دي."

د دې تر څنګ د هرات استيناف څارنوالۍ مشر وويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې دوه سوه کسان د غلا په تور د پوليسو له خوا نيول شوي دي او دوسيې يې دې ادارې ته استول شوې دي.

له بل پلوه، هغه زياته کړه چې د تېر کال په پرتله جرمي قضيې دوه سلنه زياتې شوې دي.

په ورته وخت کې د هرات والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل چې د روان کال په اوږدو کې ٩٧ د دولتي ادارو کارکوونکي له صلاحيتونو څخه د ناوړې ګټې اخيستنې، ځمکې غصب، غفلت او بډو اخيستو په تور نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه: "دغه کار کوونکي د ښاروالۍ، ګمرک، کرنې، برېښنا او نورو دولتي ادارو اړوند دي."

د جېلاني فرهاد په وينا، د نيول شوو تورنو په ډله کې يو شمېر ښځې هم شاملې دي؛ خو شمېر يې معلوم نه دى.

د استيناف څارنوالۍ د مسوولينو په وينا؛ له کابل څخه وروسته هرات دويم ولايت دى چې زياتې جرمي قضيې يې په قضايي ادارو کې ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه