جلال اباد (پژواک، ۲۳وږی ۹۵): د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د بهسودو ولسوالۍ په قاسم اباد ښارګوټي کې د نومرو اسناد او اويزونه په لاس کې لري؛ خو څوک يې نومرې نه ورکوي.
دوی وايي، د نومرو د اخيستو لپاره يې کال وړاندې پيسې تحويل کړې؛ خو لا هم د اړوند اداراو له لوري يې نومرې نه دي ورسپارل شوې او زياتوي چې د دوی پر ځمکو يو شمېر زورواکو قبضه کړې ده.
د بهسودو ولسوالۍ اړوند د قاسم اباد ښارګوټي چې شاوخوا لس کاله وړاندې يې د جوړېدو کار پيل شوی، کلونه يې وشول چې لا هم په کې د خلکو ستونزه نه ده حل شوې.
قوماندان خليل چې اسناد په لاس د خپلې نومرې په لټه د ښاروالى مخې ته ولاړ و، پژواک اژانس ته وويل، کلونه وړاندې په قانوني ډول ورته د ښاروالۍ له لوري په قاسم اباد ښارګوټي کې د استوګنې په موخه د يوې، يوې نومرې د ورکړې اسناد ورکړل شوي وو.
هغه زياته کړه: ((ښاروالۍ ته مې د اسنادو د ورکړې په بدل کې پيسې تحويل کړې، خو لا تر دې دمه راته ښاروالۍ د استوګنې په موخه نومره په واک کې نه ده راکړې.))
نوموړي غوښتنه وکړه چې ولايت مقام دې ورته ياده ستونزه ژر تر ژره حل کړي او د اوسېدو لپاره دې ورته نومره ورکړل شي .
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی ۵۵ کلن سيداحمد چې خپل کور نه لري او په قاسم اباد ښارګوټي کې يې د سرپناه ترلاسه کولو لپاره د یوې نومرې پیسې تحویل کړې، وايي، هرې ادارې ته چې تللی ستونزه یې نه ده حل شوې.
هغه له پژواک اژانس سره په خبرو کې زياته کړه: ((ښاروالۍ چې ته ځو؛ نو هغه مو ولايت ته لېږي، هغوى پر ښاروالۍ احکام راکوي، موږ هم حيران يو، اخر چېرته ولاړ شو، ولې موږ افغانان نه يو، موږ دلته د اوسېدو حق نه لرو.))
دې سره هم مهاله ۴۵ کلنه زرغونه، چې د ننګرهار ولايتي شورا مخې ته د خپلې ستونزې د حل لپاره راغلې وه، پژواک ته يې د خپلو اسنادو په ښوودو وويل چې ۶ مياشتې د خپلې نومرې په ترلاسه کولو پسې سرګدانه ګرځي.
نوموړې زياته کړه: ((کونډه يم، يتيمان را په غاړه دي، د هغوی د خولې مړۍ مې بانک کې تحويل کړې؛ خو تر اوسه مې د کور لپاره په قاسم اباد ښارګوټي کې ځمکه نه ده راکړل شوې.))
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری هم وايي چې وخت نا وخت ورته د قاسم اباد ښارګوټي کې د نومرو لرونکي کسان شکایتونه ته ورځي او دوى له اړوندو مسوولينو سره شريک کړي دي.
خو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږیاڼی والي له يادو خلکو سره ژمنه کړې، چې ډېر ژر به د دغه ولایت اړوند د بهسودو ولسوالۍ د قاسم اباد ښار ګوټې کې د نمرو د ویش ستونزه حل شي .
خوږياڼي پژواک ته وويل: ((د زمري په ۱۴ د يادې ستونزې د حل په موخه يو شمېر خلک چې د نومرو اسنادونه ورسره وو، والي ته راغلي وو او دا ستونزه يې ورسره شريکه کړې وه، چې هغه هم ورسره د ژر حل ژمنه کړې ده.))
که څه هم له دې ستونزې دا دی شاوخوا لس کاله تېریږي؛ خو د والیانو او ښاروالانو په تغيير او تبديل سره هم یاده ستونزه لا تر اوسه نه ده حل شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










