ښرنه (پژواک، ٢٣ وږى ٩٥): په پکتيکا ولايت کې د ډيورند کرښې له هغې غاړې په زوره را شړل شوې سلګونه کورنۍ وايي چې د سرپناه د نه شتون تر څنګ له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دي.
شاوخوا درې مياشتې وړاندې ٣٥٠ کورنۍ د ډيورند کرښې د هاخوا له ديره اسماعيل خان او جنوبي وزيرستان څخه د پکتيکا سروبې ولسوالۍ ته په زوره را شړل شوې دي.
د يادو کډوالو په استازيتوب عزت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرپناه تر څنګ له ګڼو اقتصادي او نورو ستونز سره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((پاکستاني پوځيانو موږ له خپلو کورونو په ډېر ظلم او زور د ډيورند له کرښې دېخوا را وشړلو اوس د يوې خيمې اخيستو او د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره حيران يو.))
د هغه په وينا، دغو کورنيو ته دا موکه هم نه ده ورکړل شوې چې په قانوني ډول د تورخم له لارې افغانستان ته را ستانه شي.
د همدې کډوالو له ډلې عبدالاحد پژواک ته وويل چې د یادو کورنيو شمېر ٣٥٠ ته رسېږي.
هغه وايي چې دغه کورنۍ له سرپناه پرته تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي او ډېرې ستونزې لري.
ده زياته کړه: ((کور نشته، ډوډۍ نشته، ماشومان او زنانه مريضان دي، موږ ته کار نشته دى او کله چې پاکستاني پوځيانو موږ وشړلو زموږ د کور ډېر شيان هم ورک شول.))
د هغه د معلوماتو له مخې، ډېرې راستانه شوې کورنۍ د لوګر، پکتيا، پکتيکا او غزني ولايتونو اوسېدونکي دي.
يو شمېر نورو را ستانه شوو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.
يادو راستانه شوو کورنيو له افغان حکومته غوښتنه کوله چې ستونزې هوارې کړي.
د دغه ولايت په سروبي ولسوالۍ کې مدني فعال عبدالوکيل جلالزي پژواک ته وويل چې پاکستان په دې وروستيو کې ګڼې کورنۍ په زوره شړلې دي.
ده وويل چې دغه کورنۍ په سروبي او د اورګون ولسوالۍ په ځينو سيمو کې مېشتې شوې دي او د روغتيايي ستونزو تر څنګ نور مشکلات هم لري.
هغه وويل چې تر اوسه له دغو کورنيو سره د حکومت او يا هم د کوم بل ارګان له لوري مرسته نه ده شوې.
د اړوندې موضوع په اړه په پکتيکا ولايت کې د کډوالو چارو رياست استازي احسان الله پژواک ته وويل چې د يادو کورنيو د راستنېدو په اړه دوى تر اوسه معلومات نه لري.
د هغه په وينا، هغه کورنۍ چې په قانوني ډول راستنې شوې دي د کډوالو چارو رياست ورسره په منظمه توګه مرستې کوي.
هغه وويل چې د يادو کورنيو په اړه به دوی پلټنې وکړي او د امکان په صورت کې به مرستې هم ورسره وشي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يو کال وړاندې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د پاکستان د پوځې عملياتو له امله سلګونه کورنۍ د پکتيکا ولايت اورګون، برمل او ځينو نورو ولسواليو ته را کډه شول.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










