کابل ښار (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): د تغذيې او روزنې نړيوالې موسسې (NEI) اعلان وکړ چې په افغانستان کې د سويا کښت په بې ساري ډول ډېر شوى او په روان کال کې به په افغانستان کې شپږ زره ټنه سويا توليد شي.
د ياد بنسټ له لوري پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اوسمهال د افغانستان له غور، نورستان او نيمروز ولايتونو پرته په ټولو ولايتونو کې سويا کرل کېږي.
دغه نړيوال بنسټ ويلي چې يواځې په روان کال کې په افغانستان کې څه باندې ١٧ زره کروندګر روزل شوي دي.
ياد بنسټ ويلي چې په افغانستان کې د سويا د توليد د زياتوالي لامل د کروندګرو روزنه، د اصلاح شوو تخمونو او نورو کرنيزو وسايلو وېش بلل کېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نا دولتي بنسټ په ٢٠١٥ کال کې د افغانستان په ٢٢ ولايتونو کې څه باندې ١٢زره کروندګر روزلي او تېر کال د سويا د توليد کچه څلور زره ټنه ښودل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې توليد شوې سويا د کورنيو له خوا کارول کېږي او ا ضافي سويا د مازدا په نوم د سويا د پروسس پر کارخانو پلورل کېږي. د سويا توليدوونکي او پروسس کوونکي اوسمهال په افغانستان کې په همغږۍ سره کار کوي، څو سويا او محصولات يې د افغانستان خلکو ته د پلور او لاسرسي وړ وي.
دغه بنسټ زياته کړې چې له ٢٠٠٦ کال نه تر اوسه پورې دې موسسې افغان کروندګرو ته د سويا اصلاح شوی تُخم، کيمياوي سره او تراکتورونه وېشلي او د دې تر څنګ يې په افغانستان کې له څه باندې ٨٥زره کروندګرو ملاتړ کړى، څو با کيفيته سويا توليد کړي او د توليد کچه يې هم په هر هکتار ځمکه کې اوچته کړي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د سويا د لګښت يو مورد هم د ډوډۍ توليد دى چې د سويا لس سلنه اوړه د غنمو له ٩٠ سلنې سره ګډېږي او په ټول افغانستان کې په ٣٠٠ نانوايي ګانو کې د سويا ډوډۍ توليدوي.
د دغه بوټي له ګښت څخه موخه دا ده چې د افغانستان د خلکو لپاره پروټيني سرچينې چمتو کړي، څو په دې هېواد کې د خوارځواکۍ پر وړاندې مبارزه وشي او هم د مور او ماشوم د مړينې کچه را ټيټه کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










