منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۸ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ځینو را اړول شوو افغانانو په نيمروز کې سوال کولو ته مخه کړې

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

زرنج (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): يو شمېر هغه افغانان چې د کار لپاره له هېواده بهر تللي او بېرته افغانستان ته را شړل شوي، خپل کور ته د کرايې د نه لرلو له امله په نيمروز ولايت کې سوالګري کوي.

د فراه ولايت اوسېدونکى شمس الدين يو له همدغو کسانو دى چې کور ته د تګ کرايه نه لري او اړ شوى چې په زرنج ښار کې سوال وکړي.

هغه وايي چې څو مياشتې وړاندې له غير قانوني لارو (قاچاقي) د کار په موخه ايران ته تللى و.

دغه ٣٥ کلن کس په داسې حال کې چې د سړک تر څنګ يې له لارويانو د مرستې غوښتنه کوله، پژواک ته وويل: ((٢٠ زره افغانۍ مې پور کړې، قاچاقبر ته مې ورکړې، ١١ ورځې مې لار ووهله او په ګڼو ستونزو ايران ته ورسېدم، څو ورځې وروسته په کار شوم، خو دا چې په هغه هېواد کې مې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل، له ٣ مياشتو وروسته د ايران دولت ونيولم او بېرته يې را واړولم.))

هغه وايي چې په ايران کې يې په يوه ودانۍ کې کار کاوه، د ورځې يې ٥٠ زره ايراني تومان اخيستل چې د زرو افغانيو معادل دي، خو د درېيو مياشتو ټوله مزدوري يې د کار له مالک سره پاتې شوه او له ايرانه را ايستل شوم.

هغه وويل: ((کور ته د تګ کرايه نه لرم، اړ يم چې سوال وکړم.))

د فراه دغه اوسېدونکي وويل: ((په ايران کې ګڼ ودانيز کارونه غير ايرانانيان په اجاره اخلي، کله چې د کارګر د مزدوري د ورکړې وخت را ورسېږي، د کار خاوند خپل کارګران ايراني پوليسو ته په لاس ورکوي چې ګني قانوني اسناد نه لري، دوى له پولي را اړوي او پيسې يې د کار له مالک سره پاتې کېږي.))

د فارياب ولايت اوسېدونکى عبدالرحيم چې دوې اوونۍ وړاندې د کار لپاره ايران ته تللى و، دا چې قانوني اسناد ورسره نه وو د ايراني پوليسو له لوري ونيول شو او دوې ورځې وروسته يې را واړاوو.

هغه وويل چې ټولې پيسې ترې د ايران پوليسو واخيستې: ((اوس يوه افغانۍ هم نه لرم، اړ يم چې سوال وکړم، څو د کرايې پيسې پيدا کړم او کور ته ولاړم شم.))

د لوږې د له منځه وړو، بېوزلۍ کمولو او په هېواد کې د کاري فرصتونو د پيدا کولو په موخه پر ګڼو نړيوالو او ملي ژمنو سربېر هم بېوزلي د افغانستان له لویو ستونزو ګڼل کېږي او دې ښکارندې ډېر وګړي اړ کړي چې يا هېواد پرېږدي او يا هم په کوڅو او بازارونو کې له نورو سوال وکړي.

د سردار په نوم يوه را اړول شوي او د غور اوسېدونکي وويل، پخوا يې د نيمروز مرکز زرنج کې کوچنی پلورنځى درلود، يوه مياشت وړاندې د کار لپاره پاکستان، له هغه ځايه ايران او د ايران له اروميه ښار نه ترکيې ته روان شو چې د ترکيې پولې ته نږدې د څو کردي ژبو کسانو له لوري ونيول شو.

هغه وايي: ((دوى زه ونيولم او په يوه کور کې يې بندي کړم، د کورنۍ پته او د کورنۍ د غړو مبايل شمېرې يې رانه واخيستې.))

د سردار پلار صبور وايي چې سړي تښتوونکي يې په بيا بيا له مبايل شمېرې سره اړيکه نيولې او د زوى د خوشي کولو لپاره يې ترې له ١٠ تر ١٥زرو پورې ډالر غوښتي دي.

هغه وايي: ((ما ورته وويل چې که مې پيسې درلودى، نو زوى مې ولې د کار لپاره بهر ته استاوو.))

خو سردار وايي چې له لس ورځې زندان نه وروسته يې يوه ورځ شور ماشور تر غوږ شو، د ترکيې پوليس راغلل او سړي تښتوونکي وتښتېدل.

هغه زياته کړه چې له همدغه فرصت په ګټه اخيستو وتوانېده چې نيمروز ته ځان ورسوي، خو اوس دومره پيسې نه لري چې خپل ولايت غور ته پرې سفر وکړي.

په ورته وخت کې د نيمروز د سرې مياشتې ادارې مشر محمد هاشم الهام په نميروز ښار کې د دې ډول کسانو د شتون پخلى کوي، خو وايي چې دغه رياست له دې ډول کسانو سره د مرستې هېڅ کوم پروګرام نه لري.

د نيمروز ولايت اوسېدونکي د ښار په بېلابېلو برخو کې د ورته کسانو پر شتون نا خوښ دي.

د نيمروز ښار اوسېدونکى محمداکبر د خوراکي توکو پلورنځى لري، پژواک ته وويل را اړول شوي کسان پيسې نه لري چې پرې خپلو ولايتونو ته ولاړ شي، اړ دي چې په نيمروز کې پاتې شي، د دوى پاتې کېدل په ښار کې د ستونزو سبب ګرځي.

هغه وويل: ((دغه را اړول شوي کسان د سړک او دېوالونو څنګ ته ويده کېږي، خير غواړي او احتمال لري چې حتى جرايمو ته هم مخه کړي.))

هغه له چارواکو وغوښتل چې په هېواد دننه دغه کسانو ته د کار زمينه برابره کړي، څو فعال ځواک چې ځوانان دي له وطنه بهر نه شي او بېرته احتياج او محتاج را ستانه نه شي.

د نيمروز د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رياست سرپرست احمد حسيني وايي چې تر اوسه له ر اړولو شوو کسانو سره د نړيوالو بنسټونو له لوري هېڅ مرسته نه ده شوې، د کډوالو چارو رياست هم په دې برخه کې ځانګړې بوديجه نه لري.

هغه وايي: ((موږ يواځې له هغه کډوالو کورنيو سره مرسته کوو چې په جبري ډول را شړل کېږي.))

هغه زياته کړه چې هره ورځ شاوخوا ٣٠٠ کسان په انفرادي ډول چې په ايران کې د استوګنې قانون اسناد نه لري او ٢٤٠ نه تر ٢٥٠ پورې نور په خپل خوښي ډول نيمروز ته را ستنېږي.

دا په داسې حال ده، نا تاييد شوي شمېرې څرګندوي چې هره ورځ څه باندې ٦٠٠ کسان له نيمروز نه پاکستان او له هغه ځايه ايران او ترکيې ته ځي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه