کلات (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د زابل د شاه جوی ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوى دى.
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د شاجوى په بازار کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو په بازار کې د يادې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان حاجي ګل اغا له دوو ساتونکو سره وژلى دى او په خپله تښتېدلي دلي.
د شاه جوی يو اوسېدونکی محمدانور وايي، حاجی ګل اغا د چينو له سيمې بازار ته پر لاره و چې د کلاخېلو په سيمه کې ورباندې بريد وشو.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د هغه دوه ساتونکي هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
فراهي دغه راز وويل چې په يوه جلا پېښه کې د کلات او سيوري ولسوالۍ تر منځ د کاټيلي مانده په سيمه کې د پوليسو له لوري دوه وسله وال وال مخالفين وژل شوي چې جسدونه يې هم د کلات روغتون ته لېږدول شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










