شبرغان (پژواک، ٦ تله ٩٥): ٦٥ کلنه مېرمن چې درې زامن يې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې وژل شوي، وايي چې له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان ده او پرته له دې چې راتلونکي ته هيله ولري، شپه ورځ يې له درد او ځور سره تېرېږي.
مېرمن سرور چې د مخ هره ګونځه يې د ژوند د ناخوالو او رنځونو شاهدي ورکوله او زړې جامې يې پر تن وي، له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د جسمي کمزورۍ له امله نه شي کولى چې د ژوند اړتياوې پوره کړي، د سيمې ځيني اوسېدونکي ورته يوه مړۍ ډوډۍ ورکوي او يو شمېر نور يې لاسنيوى کوي.
هغه چې له سختيو او بېوزلۍ سره ژوند کوي، وايي چې د ژوند ستونزو او بدبختيو يې ملا کړوپه کړې، بې وسه ده او د زړه تسل يې نه کېږي.
مېرمن سرور چې د ظاهرشاه د حکومت پرمهال د قوش تپې ولسوالۍ نه شبرغان ښار ته راغلې، وويل: ((کلونه وړاندې مې خاوند د ناروغۍ له امله مړ شو، له خپلو درېیو اولادونو سره مې شبرغان ښار کې ارام ژوند درلود، خو جګړو رانه د ژوند خوښۍ واخېستې او بې سرپرسته شوو.))
دغه مېرمن چې په شکر او زېړي ناروغيو اخته شوې او خپل ژوند د خيرات له لارې مخې ته وړي، زياتوي: ((د ژوند د اړتياوو پوره کولو لپاره مې يو زوى د امنيتي ځواکونو ليکو کې جذب شو، څه موده وروسته يې سرپل ولايت ته ولېږه، خو د څه وخت له تېرېدو وروسته يې مړى راته تسليم شو، هغه د امنيتي ځواکونو او طالبانو په جګړه کې وژل شوى و.))
دغه دردېدلې مېرمنې وويل چې بل زوى په کابل کې په امنيتي ځواکونو کې او درېيم زوى يې د "ولسي پاڅون" ځواکونو کې دنده درلوده چې په شبرغان ښار کې ووژل شول، اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده، نه چا ورسره مرسته کړې او نه يې پوښتنه کوي.
مېرمن سرور په داسې حال کې چې ژړا د خبرو اجازه نه ورکوله وويل: ((يو شمېر موسسې خلکو ته خوراکي او غير خوراکي توکي وېشي؛ خو زه ور څخه بيخي بې برخې يم."
نوموړې چې اوسمهال د شبرغان ښار د يکه پاغ کلي ساحه کې له خپلې لور او زوم سره اوسېږي، وايي: ((زوم مې څاه کېدونکى دى، کله يې کار وي او کله نه، خپله هم د شکر ناروغي لرم، ډېره پلې نه شم ګرځېدلى، خو بيا هم د خلکو کور او کوڅې ته ځم، خيرات غواړم.))
هغې د ژوند ستونزو ته په اشارې سره وويل چې د اولادونو يادونه يې سخت ځوروي.
دغه مېرمن چې په سر او مخ يې د بوډاتوب نښې راڅرګندې شوې، زياتوي: ((اوسمهال په رڼه ميدان پاتې يو، څوک مو پوښتنه نه کوي، د زوم او لور حالت مې هم له موږ زيات خراب دى، سخت بيچاره يو، د راتلونکي لپاره هېڅ هيله نه لرو، يواځينۍ هيله مې خداى ج ته ده، همداسې مخته ځم، ګورو به چې څه کېږي.))
د ويلو ده چې اوس اوس يوه مدني بنسټ له يو شمېر بې وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې چې مېرمن سرور هم په کې ده.
د افغانستان د مدني بنسټونو د ملي ټولنې د ولايتي دفتر مشر سيد رسول سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې بې وزلو کورنيو ته وېشل شوي مواد له ځايي خلکو راټول شوي چې جامې، غوړ او يوه اندازه خوراکي توکي په کې دي.
سادات زياته کړه: ((موږ د دې کورنۍ د پېژندلو لپاره سيمې ته ولاړو، له ځايي مشرانو او روحانينو سره مو اړيکه ونيوه، د دغه مرستې د وېش لپاره مو تر ټولو مستحق کسان وټاکل او ټاکل شوې چې په وروستيو پروګرامونو کې د سړک غاړې ماشومانو ته هم د حرفې د زده کړې ترڅنګ خوارکي توکي هم وېشو.))
هغه څرګنده کړه چې د توکو له وېش وړاندې دغه کورنيو ته ويل شوي چې که چېرته لېوالتيا ولري نو د دغه چوکاټ په بنسټ کې د حرفې د زده کړې کورسونه هم جوړېږي، څو هغوى وکولى شي چې د حرفوي روزنې له لارې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










