ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو ولايتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړيواله ورځ ونمانځل شوه

په بېلابېلو ولايتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړيواله ورځ ونمانځل شوه

author avatar
28 Sep 2016 - 16:05
په بېلابېلو ولايتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړيواله ورځ ونمانځل شوه
author avatar
28 Sep 2016 - 16:05

کابل(پژواک،۷تله۹۵): د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د رسنيو او ګڼ شمېر نورو ادارو له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي نړيواله ورځ ونمانځل شوه.

په بېلابېلو ولايتونو کې دغه غونډې د افغانستان د روڼتيا د څار مرکز، پژواک خبري اژانس، کليد ګروپ، اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو او د يوناما په ملتيا جوړې شوې وې.

په ننګرهار کې په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست شېرشاه همدرد وويل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې مشکلات دوه اړخيز دي.

دی وايي چې ځينې خبريالان له مايک څخه د خپلو شخصي ګټو لپاره کار اخلي او چارواکي هم په دې نه پوهيږي چې ټول ولس معلوماتو ته د لاسرسي حق لري.

په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يا يوناما استازي نظر خان توتاخېل د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون پيغام ولوست چې په کې د يادې ورځې په اړه ټولو خبريالانو او عامو خلکو ته مبارکي ويل شوې وه.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په پيغام کې دغه راز راغلي وو:((معلوماتو ته د لاسرسي قانون په پلي کېدو سره پټ معلومات راسپړل کيږي، چې دغه معلومات د فساد مخه نيسي.))

په ياد پيغام کې دغه راز يادونه شوې وه چې په افغانستان کې ګڼې دولتي ادارې معلوماتو ته د لاسرسي فورم نه لري، چې ولس ته د کوم ډول معلوماتو ورکول سم دي او د کوم ناسم.

د ننګرهار ولايتي ادارې په استازيتوب په دغه غونډه کې د ننګرهار ولايت اداري رييس قريب الله هجرت خبرې وکړې او د والي د پيغام ترڅنګ يې په دغه برخه کې د ولايتي ادارې د هلو ځلو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه وويل چې په ننګرهار کې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې تر ډېره حل شوي او لا هڅې روانې دي چې ټول مشکلات حل شي.

ده پر رسنيو نيوکه وکړه چې تر ډېره د دولت منفي کړنې انعکاس کوي او د شخصي اغراضو په خاطر يو شمېر خبريالان له تبعيضي چلنده کار اخلي.

دغه راز په بلخ ولايت کې هم دغه ورځ ونمانځل شوه.

په دې غونډه کې د بلخ مستوفي او سرپرست والي اسحق سروري وويل چې د بلخ دولتي ادارې د قانون له مخې مکلفې دي چې خلکو ته د هغوی د اړتيا له مخې د قانون په رڼا کې اطلاعات ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.