جلال اباد (پژواک،۱۲تله۹۵) : د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د درې عشاریه درې میلیونه ډالرو په لګښت یو کانال او استنادي دېوال تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه راز د اوه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسونې د روزنې یو مرکز ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.
د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د تلې په ۱۲مه د دغو پروژو د پرانيستو په مراسمو کې وويل، چې د ياد کانال او استنادي ديوال څخه به د دغه ولايت د ښېوې، کامې او بهسودو ولسواليو لسګونه جريبه ځمکه خړوبه او سلګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
نوموړی زیاته کړه، د ميرانو سربند د جاپان هېواد د جايکا ادارې په درې اعشاريه درې ميليونو ډالرو په لګښت د PMS ادارې لخوا د دوه کلونو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ګرديوال وويل: (( له دغه کانال څخه ۱۱ هکتاره ځمکه په مستقیم ډول او شپاړلس سوه هکتاره ځمکه په غيرې مستقيم ډول خړوبیږي، چې څلور زره کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي.))
په ننګرهار کې د PMS ادارې مسوول ډاکتر ناکا مورا د خبرو پر مهال ډاډ څرګند کړ، چې ياد کانال به ننګرهار لا سمسور کړي او بزګرانو لپاره به نور کانالونه جوړ او په زرګونه للمه ځمکه به خړوبه کړي.
د PMS ادارې يو تن انجينر احمد ضياء پژواک ته وويل، چې د ميرانو کانال څلور سوه متره اوږدوالی، پنځه متره پلنوالی او دوه متره ژور والی لري.
د سيمي يو اوسيدونکي غلام جان پژواک سره د خبرو پرمهال خوښي وښوده، چې حکومت يې په سيمه کې دا ډول رغنيزې چارې ترسره کړې.
ده پر حکومت غږ وکړ، چې د ورته پروژو سربېره دې د سيمې خلکو او ځوانانو ته د کار زمېنه هم برابر کړي.
بلخوا په يادو مراسمو کې د هغه مرکز د ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه، چې په کې به بزګرانو ته د اوبو رسونې په برخه کې روزنه ورکول کيږي.
د ننګرهار مرستيال والي وويل، چې په يادې ودانۍ ۷۲۲ زره ډالر لګښت راځي، چې يو نيم جريب ځمکه کې رغول کېږي او تدريسي، اداري او د ليليې لپاره به بېلابېلې خونې ولري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










