منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسوال: چپرهار کې شپنيو عملياتو د وسله والو فعاليتونه کم کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۸ تله ۹۵): د چپرهار ولسوال وايي چې د افغان ځواکونو لخوا شپنيو عملياتو او د ولسونو همکاري د دې لامل شوې چې په دغه ولسوالۍ کې ورځ تر بلې امنيت ټينګ او  د وسله والو فعاليتونه کم شي.

ولسوال نعمت الله نورزي د تلې په ١٨ مه له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې په دغه ولسوالۍ کې داعش وسله وال بيخي وجود نه لري او يواځې طالبان موجود دي چې شپنيو عملياتو د هغوی فعاليتونه هم راکم کړي دي.

نورزی چې شاوخوا دوه مېاشتې وړاندې دغې ولسوالۍ ته د ولسوال په توګه لېږل شوی، وايي هڅې يې پيل کړي چې له ولسونو سره د غونډو او ناستو په پايله کې د هغوی همکاري راجلب کړي.

دی وايي، اوسمهال په چپرهار کې امنيت تر پخوا ډېر ښه شوی او د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې امنيتي پوستې وجود لري.

هغه زياته کړه : (( په ماڼو کې موږ  پوستې لرو، ډاګو کې مو پوستې شته، همدارنګه په سره کله او دولتزو کې چې پخوا يې امنيت ډېر خراب و اوس په کې امنيتي پوستې موجودې دي او امنيت يې ساتل کېږي.))

ولسوال نورزی مني چې د شپې لخوا به وسله وال طالبان ځينې فعاليتونه ترسره کوي؛ خو وايي چې د ورځې لخوا يې فعاليتونه دومره راکم شوي چې حتی پوليس په خپل رېنجر موټر کې ګزمه کوي.

هغه وايي چې د امنيت د ساتلو په برخه کې ورسره د ولس مرسته هم زياته شوې او د ډېرو پېښو په مخنيوي کې ورسره مرسته کوي.

د چپرهار ولسوال نعمت الله نورزي د دغې ولسوالۍ د دولتدارۍ په اړه وويل چې پخوا به د تذکرې لپاره هم په بېلابېلو نومونو پيسې اخيستل کېدې، خلک به ځورول کېدل؛ خو اوس يې دغه هرڅه بند کړي او د ورځې شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته تذکرې وېشل کيږي.

هغه د چپرهار د ولسونو د ستونزو په اړه وويل: ((طبعي وچکالي ډېر مشکل دی، د اوبو له سرحده دغه ولسونه لرې دي؛ نو زه له همکارو موسسو او دولت  څخه غوښتنه کوم چې د چپرهار ولسوالۍ د دهقانانو لپاره دې د اوبو په برخه کې مرستې وکړي.))

نورزی دغه راز وايي چې په چپرهار کې رغنيز کارونه هم په ټپه ولاړ دي او يواځې يو سړک يې قير شوی او نور ټول خام  پاتې دي.

د ده په وينا، دا ستونزه يې د ولايت  د اداري مجلس  په غونډو کې شريکه کړې او تمه شته چې يو شمېر موسسات په دغه برخه کې مرستې کولو ته وهڅول شي.

د چپرهار ولسوال په دغه ولسوالۍ کې د بشپړ امنيت د ټينګښت په خاطر له ولسونو وغوښتل  چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره خپلې همکارۍ ته دوام  ورکړي چې امنيت په ښه توګه ټينګ  شي.

چپرهار ولسوالۍ د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار سره په نږدې ۳۵ کيلو مترۍ کې پرته ده چې تل د جنګ جګړو شاهده وي؛ خو په دې وروستيو څو مياشتو کې ترې د جنګ جګړو خبرونه ډير کم خپاره شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه