منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د بیارغونې ګڼې پروژې ګټې اخیستنې وسپارل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٥ تله ٩٥): په ننګرهار ولايت کې د څه باندې لس ميليونه ډالرو په لګښت د بيارغونې ګڼې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پروژو کې د ١٤ ښوونځيو او درېيو کلينيکونو لپاره ودانۍ، دوه سړکونه او يو پول شامل دي.

هغه زياته کړه چې پر دې پروژو  لس اعشاريه څلور ميليونه ډالره لګښت راغلی چې د جاپان نړيوالې پرمختيايي ادارې (جايکا) او د ملګرو ملتونو د يونپس ادارې له خوا ورکړل شوى دى.

د دغو پروژو د پرانيستې پر مهال د ننګرهار مرستيال والي حنيف ګرديوال وويل چې د ١٤ ښوونځيو شپاړس ودانۍ د شپږ نيم ميليونه ډالرو په لګښت د دوو کالونو په موده کې د UNOPS  ادارې له خوا په دوو پوړونو کې په اساسي ډول جوړې شوې دي.

هغه زياته کړه چې دغه ودانۍ په اساسي ډول جوړې شوې،  ټول ملحقات لري او د زده کوونکو لپاره په کې ټولې اسانتياوې برابرې شوې دي.

د ولايت مرستيال له خلکو وغوښتل چې خپل اولادونه زده کړو ته وهڅوي او د ښوونځيو ساتنه او حفاظت ته پاملرنه وکړي.

د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعيلزي د بهسودو ولسوالۍ د حضرت ابوبکر صديق په لېسه کې د دې پروژو د پرانيستې پر مهال وويل، اته ښوونځيو ودانۍ په بهسودو او شپږ نور په سره رود ولسوالۍ کې په اساسي ډول جوړې شوې دي.

د هغه په وينا، په دغو ودانيو کې ٢٢٣ درسي او په هرې ودانۍ کې څلور اداري خونې جوړې شوې چې په يو وخت کې دولس زره زده کوونکو ته په کې د سرپناه زمينه برابره  شوې ده.

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري له ټولو هېوادوالو څخه وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي تر څو په راتلونکي د هېواد د ابادۍ جوګه شي.

هغه پر شوي قرارداد نيوکه وکړه چې په لوړ قيمت ورکړل شوی و.

د بهسودو ولسوال صديق دولتزي او د يادې ولسوالۍ د انکشافي شورا رييس ملک نعمت ډاډ ورکړ، چې د ښوونځيو د جوړ شويو ودانيو د امنيت ساتنې په برخه کې هڅې کوي .

هغه غوښتنه وکړه چې له دغو ودانيو سره د زده کوونکو ستونزه نه حل کېږي، په کار ده چې د بهسودو په ولسوالۍ کې د نورو ښوونځيو لپاره ودانۍ په اساسي ډول جوړې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه