کندهار (پژواک، ٢٥ تله ٩٥): د هلمند ولايت پر کجکي بند د برېښنا د درېيم توربين د نصب چارې بشپړې شوي او کندهار او هلمند ولايتونو ته په ازمايښتي بڼه د برېښنا جريان پيل شوى دى.
د توربين د نصبولو له امله له کجکي څخه کندهار او هلمند ته د ٦٨ ورځو لپاره د برېښنا جريان پرې شوى و.
په کندهار کې د برېښنا شرکت تجارتي مرستيال امان الله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وويل، پر کجکي بند د درېيم توربين د نصبولو چارې پاى ته رسېدلې چې ډېر ژر به په رسمي توګه پرانيستل شي.
ده زياته کړه، د درېيم توربين د لګولو چارې د روان ١٣٩٥ لمريز کال د زمري مياشتې په ١٦مه پيل شوې وې او د همدې کال د تلې مياشتې په ٢٣مه پاى ته ورسېدې، چې ټولټال يې ٦٨ ورځې په بر کې ونيولې.
خو فاروقي وايي، اوسمهال کندهار او هلمند ته په ازمايښتي توګه د برېښنا جريان پيل شوى دى.
هغه زياته کړه ، پر کجکي بند تر دې وړاندې دوه توربينه د ٣٣ مېګاواټه برېښنا توليدولو په ظرفيت فعال وو، چې اوس درېيم توربين هم د ١٨،٥ مېګاواټه برېښنا د توليدولو په ظرفيت ور اضافه شو.
د ده په خبره، اوس درې واړه توربينونه د ٥١،٥ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لري او د توربينونو سيسټم هم له انالوګ څخه ډيجيټل ته اړول شوى دى.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې د درېيم توربين له نصبېدو سره هممهاله له کجکي تر کندهار ښار پورې د ١٨٣ کيلومتره په واټن د برېښنا مزي او پايې نوي شوې او ترميم شوي دي.
دى وايي، اوس دغه مزي د دې وړتيا لري چې کندهار ته ډېره برېښنا ولېږدوي، ځکه تر دې وړاندې مزو او پايو ته د جګړو له امله زيانونه اوښتي وو او د ډېرې برېښنا د لېږد وړتيا يې نه لرله.
نوموړي وويل، پخوا کندهار ته له کجکي بند څخه له ١٠ تر ١٢ مېګاواټه برېښنا ورکول کېده، خو د درېيم توربين له فعالېدو سره به يې کچه له ٢٠ تر ٢٤ مېګاواټه برېښنا ته لوړه شي.
دى وايي، که څه هم دغه برېښنا د کندهار لپاره بسنه نه کوي، خو تر پخوا به ډېره شي چې ورسره جوخت به د خلکو په ژوند کې نسبتاً اسانتياوې ډېرې شي.
کندهار ولايت له ١٥٠ مېګاواټه زياتې برېښنا ته اړتيا لري.
نوموړي دغه راز خبر ورکړ چې د کندهار د صنعتي پارک لپاره د ١٠ مېګاواټه سولر برېښنا د چمتو کولو چارې به هم ژر پيل شي.
د فاروقي په خبره، د لس مېګاواټه لمريزې برېښنا د توليد اړوند د ځمکې او مزو غځولو کارونه يې بشپړ کړي، خو مرستندويه ادارې له ژمنې سره سم د پاور پلانټ د نصب چارې نه دي پيل کړي.
ټاکل شوې وه، د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا د ١٥ ميليونه ډالرو په لګښت په کندهار کې د لمريزې برېښنا د توليد مرکز جوړ شي او د روان کال تر دوبي پورې ګټې اخيستنې ته وړاندې شي، خو تر دې مهاله د يادې شوې پروژې عملي کارونه نه دي پيل شوي.
د کندهار صنعتي پارک ته اوسمهال د ښوراندام له پلانټ څخه ډېره کمه برېښنا ورکول کېږي، چې بسنه نه کوي او له امله يې تر نيمايي ډېرې فابريکې تړلې دي.
د کندهار اوسېدونکي پر کجکي بند د درېيم توربين د نصبولو هرکلى کوي او وايي، د برېښنا له ډېرېدو سره به يې په ژوند کې پرمختګ راشي او ډېرې ستونزې به يې هوارې شي.
د کندهار د کابل دروازې اوسېدونکي عبدالواسع پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم د کجکي بند برېښنا د کندهار لپاره بسنه نه کوي، خو بيا هم خلک ډېر ورته خوشحاله دي.
هغه زياته کړه، د درېيم توربين له فعالېدو سره به د پخوا په پرتله د کندهار د برېښنا په وضعيت کې ښه والى راشي او اسانتياوې به نسبتاً ډېرې شي.
نوموړ له ولسمشر څخه وغوښتل، لکه څنګه چې يې پر کجکي بند د درېيم توربين چارې په جديت څارلې، دغسې دې کندهار ته د وارداتي برېښنا د لېږد او د صنعتي پارک لپاره د ١٠ مېګاواټه سولر برېښنا د چمتو کولو چارې هم ژر تر ژره پيل کړي.
قدرت الله د کندهار ښار د عينو مېنې اوسېدونکى دى، نوموړى هم خوشحاله دى چې له اوږده ځنډ وروسته د کجکي بند د برېښنا د توليد کچه ډېره شوې او په ازمايښتي بڼه يې جريان فعال شوى دى.
ده وويل، د ژوند ټولې چارې له برېښنا سره تړلې، خو کلونه کېږي چې ورڅخه بې برخې دي او دغه حالت د دې ولايت د خلکو ژوند او اقتصاد اغېزمن کړى دى.
نوموړي غوښتنه وکړه، چې د درېيم توربين د پرانيستلو وروسته دې په کندهار ښار کې برېښنا په عادلانه توګه ووېشل شي، څو ټول خلک ورڅخه برخمن شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










