Language

په زابل کې يو خبريال ووژل شو

کلات (پژواک ٢٥ تله ٩٥): په زابل کې د کندهار ملي راډيو تلويزيون خبريال د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوى دى.

دغه مطلب د زابل امنيه قومندان جنرال ميرويس نورزي، پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړ.

ده وويل چې نن له ماښام لمانځه وروسته په شاوخوا شپږو بجو د کلات په رساله کلي د کندهار د ملي راډيو تلويزون پر خبريال يعقوب شرافت ډزې شوې، چې له امله يې نوموړى وژل شوى دى.

د هغه په وينا، په دې اړه د پوليسو څېړنې روانې دي.

login or register a new account.