ژبه

کونړ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې ٢٦ وسله وال وژل شوي

خان ولي سالار زى

۳ لړم ۱۳۹۵ - ۱۷:۵۸

Views: ۸۷

اسعداباد- جلال اباد (پژواک، ٣ لړم ٩٥): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې د دوو عربانو په ګډون ٢٦ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د لړم په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا هوايي بريد تېره شپه د غازي اباد ولسوالۍ د ايلګل پر درې شوى و.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې ٢٦ وسله وال مخالفين وژل شوي چې دوه يې عربان دي.

د نوموړي په وينا، دغه راز په نورو وژل شوو کسانو کې د وسله والو مخالفينو يو شمېر قوماندانان او سرګروپان هم شامل دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې په ياده سيمه کې د القاعدې او طالبانو پر ګډ بريد شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې په وژل شوو کې د القاعدې او طالب وسله والو د کورنۍ غړي ښځې او ماشومان هم شامل دي.

يادې سرچينې ومنل چې په وژل شوو کسانو کې عرب او پاکستانيان هم شامل دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.