منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

باميانو کې له ځينو پراختيايي پروژو زرګونه کورنۍ برخمنې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

باميان (پژواک، ٤ لړم ٩٥): په باميانو ولايت کې اووه پراختيايي پروژې ګټې اخيستو ته وسپارل شوېاو زرګونه کورنۍ يې له ګټې برخمنې شوې دي.

يادې پروژې چې د خړوبولو څلور کانالونه، دوه کوچني اوبيز بندونه او يو لوی پل په کې شامل دي، د جاپان هېواد له لوري تمويلېږي چې  په مجمعوي توګه يو ميليون او ٢٢٥زره امريکايي ډالره لګښت پرې راغلى چې دUNFAO  دفتر له لوري عملي او ګټې اخيستو ته سپارل شوې.

د باميانو ولايت وياند عبدالرحمن احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه کانالونه د باميانو ولايت په مرکز خالنکاش کلي کې د ٢٢٢٧ متره او ١٩٠٠ متره په اوږدوالي په اساسي او پاخه ډول جوړ شوي؛ چې ٢٥٧ هکټاره ځمکه خړوبوي.

هغه زياته کړه: "د خالنکاش په کلي کې د اوبيزې برېښنا درې کوچني بندونه چې شاوخوا زرو کورنيو ته برېښنا ورکوي او د باميانو ولايت په مرکز کې د داوودي اوبو لګولو د کانال پروژه، چې ٢٠٢٧ متره اوږدوالى لري؛ دغه راز دوه سربندونه او د موټرو د تلو يو پل هم په اساسي ډول جوړ شوي چې ګټې اخيستو ته وړاندې شول."

د باميانو د والي وياند وويل چې له يادو پروژو څخه په عمومي ډول ٥ زره کورنۍ برخمنې شوې دي.

د خالنکاش کلي يوه اوسېدونکي محمد نعيم چې د اوبو کانال له پروژې برخمن شوى پژواک ته وويل چې د اوبو دغه کانال يې د کرهنيزو ځمکو لپاره ډېر مهم دى.

هغه زياته کړه: "راتلونکى کال موږ هيله لرو چې زموږ کرنيز حاصلات دوه برابره شي او له دغه کانال څخه سمه ګټه پورته کړو."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه