منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۷ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په پروان کې له ګواښ سره مخ ماشومان جدي پاملرنې ته اړتيا لري

· ۱۰ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

چاريکار (پژواک، ٤ لړم ٩٥): تر اوسه د پروان په مرکز او ولسواليو کې څه باندې ٢٠٠٠ له ګواښ سره مخ ماشومان پېژندل شوي او له ځينو سره يې مرسته هم شوې ده؛ خو د دغه ولايت په پنځو نورو ولسواليو کې تر اوسه ان د هغوى پېژندنې بهير نه دى پيل شوى.

د دغه ولايت مسوولين وايي چې د ماشومانو د خونديتابه لپاره کار شوی او ٣٣ سلنه نجونې هم له دغه ګواښ سره مخ دي، خو ځيني ماشومان شکايت کوي چې هېڅ مرسته يې ترلاسه کړې نه ده.

 د چارو کارپوهان هم په دې برخه کې د دولت کړنې ناکافي بولي او دې ډول ماشومانو ته د زياتې پاملرنې غوښتنه کوي؛ ځکه د هغوى په باور، دې ستونزې ته نه پاملرنه به جدي ګواښونه له ځان سره ولري.

افغان حکومت "له  ګواښ سره مخ ماشومان" يې په ٢٣ ډلو وېشلي دي، د سړک غاړې، ناروغ، قاچاق شوي ماشومان، کم عمره سرتېري، بې سرپرسته، پر نشه يې توکو روږدي او هغه ماشومان چې واده ته اړ شوي، د حکومت په دغه نوملړ کې شامل دي."

 همداراز له روزنې او پالنې محروم ماشومان او هغه ماشومان چې د جنسي تېريو او ځورونو قرباني شوي دي، د افغان حکومت له نظره له ګواښ سره مخ دي.

د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست ټولنيزو چارو مشر عبدالربي رحمان فر پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ګواښ سره مخ ٢٠٦٧ ماشومان چې له پنځو کلنو تر ١٧ کلنو عمرونه لري د ١٣٩١ کال څخه راهيسې د روان کال تر شپږو لومړيو مياشتو، د ياد رياست د ماشومانو ساتنې شبکې له لوري په مرکز، سالنګ، بګرام، سيدخېل او سياه ګرد ولسواليو کې پېژندل شوي دي.

 د نوموړي معلوماتو له مخې، له ګواښ سره مخ ماشومان چې په دې اداره کې ثبت شوي دي، ٦٤٠ يې د سړک پر غاړو د توکو پلورونکي دي، ٣٦٢ يې سوالګري او ٢٢٧ يې درانه کارونه کوي؛ ٢٢٨ يې هغه ماشومان دي چې د قانون خلاف کارونه يې کړي، ٢٤٩ نور يې له ښوونځيو څخه پاتې ماشومان؛ ٧٨ يې هغه کسان دي چې جګړو او د ماينونو په چاودنو کې ټپيان شوي او ١١٩ نور يې په بېلابېلو نشه يي توکو روږدي دي.

همداراز هغه يادونه وکړه چې د يادو ماشومانو له ډلې ٦٨ يې له وخت څخه مخکې ودونه کړي، ديارلسو باندې يې جنسي تېرى شوى او ٤٠ نور يې له جنسي ناوړه استفادو سره مخ  شوي دي.

 نوموړي وويل چې  ١١ نور له فزيکي خشونت سره مخ شوي، ١٢ نور يې تښتول شوي؛ خو خوشي شوي دي، ١٦ کسان يې معيوب دي، درې تنه له جسمي ناوړه استفادو سره مخ شوي او يو د قاچاق کوونکو له لوري قاچاق شوى دى؛ خو ژغورل شوى دى.

رحمان فر وويل چې د ياد ولايت مرکز، سالنګ، بګرام، سيدخېل او سياه ګرد ولسواليو کې د داسې ماشومانو پېژندلو بهير روان دى.

د هغه په وينا، هغه داسې ماشومان د ياد ولايت په کوه صافي، شيخ علي، سرخ پارسا، شينوارو او جبل السراج کې ثبت شوي نه دي؛ ځکه ياده شبکه د اړينو امکاناتو د نه شتون له امله تر اوسه په دغو ولسواليو کې فعاله شوې نه ده.

 خو نوموړي وويل، هڅې روانې دي چې دا شبکه په ټولو ولسواليو کې فعاله ده؛ ځکه په نورو ولسواليو کې د مرکز او څلورو ولسواليو په څېر، ماشومان له ګواښ سره مخ دي.

د رحمان فر څرګندونو له مخې، له ګواښ سره مخ ماشومان دا چې په  يو ډول يې روحي يا بدني زيان ليدلى دى، اړين ملاتړ ته اړتيا لري.

هغه وويل چې له ماشومانو نه د ساتنې شبکه، د دې لپاره له ګواښ سره مخ ماشومانو په نښه کوي چې اړوند ارګانونو له هغوى سره اړينې مرستې وکړي.

 ناهيلۍاو شکايتونه

د چاريکار ښار د چرمګرۍ سيمې اوسېدونکى ١٥ کلن فريد چې ډنګر ځان لري، وويل چې له پنځو کلونو راهيسې له خپلو روږدو ملګرو سره د ناستې ولاړې له امله په نشه يې توکو روږدى شو.

نوموړى چې څلور کاله وړاندې يې ښوونځى په څلورم ټولګي کې پرېيښى، زياته يې کړه چې د ترکاري له خرڅولو څخه ترلاسه شوې پيسې پر هيروينو ورکوي.

 نوموړي وويل، دا چې ځيني خلک هغه ته "پوډري او غل" نارې کوي، ځوروي يې او پر دې پوهېږي چې نشه به يې په پايله کې له منځه يوسي؛ خو ونه توانېد چې نشه پرېږدي.

د هغه په وينا، دوه ځلې د پروان روږدو د درملنې روغتون کې بستر شوى دى؛ خو بېرته روږدى شوى دى.

فريد، له دولت څخه کومه غوښتنه ونه کړه او ويې ويل چې خپله د دغه وضعيت مسوول دى.

خو له ګواښ سره مخ ځيني ماشومان، له دولت څخه مرسته غواړي او وايي چې تر اوسه له هغوى سره مرسته نه ده شوې.

 د چاريکار ښار اته کلن اوسېدونکى محمدظريف چې د ژوند شرايطو خيرات غوښتو ته اړ کړى دى، وويل: "لاړ شه يواځې له کراچۍ چلولو څخه څه نه جوړېږي، پلاستيکي کڅوړې خرڅې کړه، پيسې وګټه، خو څوک کڅوړې نه اخلي، په موټر مينځلو کې کار کوم، هلکان له ماسره جګړه کوي؛ اړ يم چې د پيسو موندلو لپاره سوال وکړم؛ که پيدا يې نه کړم، پلار مې وهي او ټکوي."

محمدظريف چې زړې جامې پر ځان وې، شکايت يې وکړ چې د خيرات غوښتلو پر مهال ځيني کسان هغوى سپکوي او  په خورا ستونزمن حالت کې د ورځې تر ٥٠ افغانيو پيدا کوي.

 هغه وويل، هيله لري څو ټولې کورنۍ له فقر څخه وژغورل شي او ماشومان یې د نورو په څېر ښوونځي ته ولاړ شي؛ په تنکۍ ژبه يې له دولت څخه غوښتنه وکړه، څو مرسته ورسره وکړي او هيلو ته یې ورسېږي.

محمد سميع، د محمد ظريف پلار چې د چاريکار د منډيي په کوڅه کې د خپلې لاسي کراچې تر څنګ ناست  او د کارموندلو په تمه دى، وويل چې زوى يې وهلي ټکولى نه دى؛ خو له بدې ورځې يې هغه ته ويلي دي چې کڅوړې خرڅې کړي او يا موټر ومينځي؛ ځکه شاوخوا ١٥٠ افغانۍ چې هغه يې د کراچۍ ګرځولو له لارې هره ورځ پيدا کوي، د نوموړي کورنۍ لومړنۍ اړتياوې نه پوره کوي.

 هغه زياته کړه: "دا چې ژوند مې سم شي، ماشومان مې ښوونځي ته ولاړ شي او يوازې زه کار وکړم، څو دولتي ادارو ته ولاړم؛ خو دا چې نالوستى يم او په يوه سترګه معيوب يم، کار راته پيدا نه شو؛ ملي اردو کې هم جذب نه شوم، پوليسو ته هم ورغلم خو ونه شو، واسطه نه لرم، چې دنده راته پیدا کړي، اړ يم چې ژوند همدا ډول پر مخ بوځم."

د جبلسراج ولسوالۍ د منارې سيمې اوسېدونکى يوولس کلن سميع الله هغه ماشوم دى چې پلار يې شاوخوا درې کاله وړاندې د ماين پاکۍ په موسسه کې د ماين چاودنې په پېښه کې ووژل شواو د اقتصادي ستونزو له امله يې ښوونځى په دويم ټولګي کې پرېيښى دى او اوسمهال د جبلسراج په بازار کې د چرګو اېشدلې هګۍ پلوري.

 نوموړي چې په ماشومتوب کې يې د کورنۍ مسووليتونه (مور او دوه وړې خويندې) کفالت ته يې اوږه ورکړې، وويل: "د ښوونځي دويم ټولګي کې وم چې پلار مې مړ شو، نور ښوونځي ته لاړ نه شوم، پيسې نه وې چې ډوډۍ وخورو، مور مې پر هغو پيسو چې زما له هګيو خرڅولو څخه ترلاسه کېږي، کور ته سودا او ډوډۍ اخلي."

سميع الله هم زياته کړه چې د پلار مړينې په تړاو يې چې کومې پيسې د ماين پاکۍ  له موسسې څخه ترلاسه کړې دي، نور هېڅ ارګان او يا کورنۍ ورسره مرسته نه ده کړې.

 د چاريکارو ښار اوسېدونکې نهه کلنه سليمه چې په ښار کې سوال کوي، وويل چې پلار يې پنځه کاله وړاندې مړ شوى او مور يې هم په چاريکارو کې سوال کوي.

دغه نجلۍ چې نه يې غوښتل زياتې خبرې وکړي، وويل اړه ده چې سوال وکړي او يا کله کله پلاستيکي کڅوړې وپلوري، ځکه چې د کورنۍ سرپرست نه لري او بايد د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره کار وکړي.

ياد درې واړه ماشومان له دولت نه د مرستې غوښتنه کوي او وايي چې تر اوسه يې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې او نه د ماشومانو د ملاتړ شبکې له فعاليتونو خبر لري.

د حکومت کړنه

 د پروان د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو مشر قدرت الله رياضت وويل چې د ماشومانو د ملاتړ شبکه ورته له خطر سره مخ ماشومان د اړينې مرستو په موخه دوى ته ور پېژني.

د هغه په خبره، دا ډول ماشومانو ته د رسېدو لپاره يې د خپل رياست په ګډون د پوليسو، پوهنې، روغتيا، عدلي او قضايي بنسټونو، مدني ټولنې او افغاني سرې مياشتې له استازو يوه کمېټه جوړه کړې ده.

 هغه زياته کړه چې ياد ارګانونه هر يو له خپلې ونډې سره سم د هغو ماشومانو د ستونزو د حل لپاره کار کوي چې له خطر سره مخ دي.

نوموړي د بېلګې په ډول وويل، که چېرته ماشوم له ښوونځي پاتې وي، د پوهنې رياست هڅه کوي چې هغه په ښوونځي کې شامل کړي او که چېرته ماشوم روغتيايي او رواني ستونزه ولري، د عامې روغتيا رياست يې په اړه اقدام کوي.

د هغه په خبره، له خطر سره د مخ ماشومانو له ډلې  ٢٥٠ ماشومان د سړک غاړې پر درنو کارونو بوخت دي او له ښوونځي پاتې شوي وو چې د "زن در خدمت زن" موسسې په همکارۍ او د يادو ماشومانو کورنيو ته د پوهاوي ورکولو له لارې ښوونځي ته شامل شوي دي.

 د هغه په خبره، د افغاني سرې مياشتې له لارې بهر ته د سوري زړه لرونکو لسو ماشومانو استول، روغتون ته د يو شمېر روږدو ماشومانو ور پېژندل، د قانون له مخې د بېلابېلو ماشومانو د دوسيو تعقيب او روزنتون ته د يو شمېر بې سرپرسته ماشومانو ور پېژندل،  په دې ولايت کې د ماشومانو د ساتنې شبکې له فعاليتونو څخه دي.

نوموړي روغتونونو او روزنتونونو ته د معرفي شوو ماشومانو او همدارنګه  هغو ماشومانو کره شمېره وړاندې نه کړه چې د يادې شبکې له لوري تعقيب شوي دي.

هغه زياته کړه چې د تاوتريخوالي سره د يو شمېر مخ شوو ماشومانو د کورنيو غړو ته يې خبر دارى ورکړى چې له ماشومانو سره دې تاوتريخوالى نه کوي.

 ترسره شوي کارونه بسنه نه کوي

 په پروان کې د دانش په نامه خصوصي پوهنتون استاد نصرالله الهي وايي چې په ياده شوې برخه کې ترسره شوي کارونه بسنه نه کوي او له خطر سره د مخ ماشومانو لوړو شمېرو ته په پام سره بايد دولت او اړوندې بهرنۍ موسسې، ډېر کارونه ترسره کړي، څو له خطر نه بهر شي.

نوموړي په پروان کې له خطر سره د مخ ماشومانو شمېره د اندېښنې وړ وبلله او ويې ويل چې ګڼ شمېر دا ډول ماشومان پېژندل شوي او بايد د هغوى د پېژندنې تر څنګ هغوى ته د اړينو خدمتونو وړاندې کول هم پراخ شي.

 د هغه په باور، که چېرته دغو ماشومانو ته په ځانګړي ډول له هغوى نه چې جنسي کار ترې اخيستل کېږي، له نړيوالو منل شوو اصولو سره سم رسېدنه ونه شي، په اوږدمهال کې به جدي ټولنيز خطرونه ولري.

دا په اسې حال کې ده چې دغه ستونزه نه يواځې په پروان، بلکې په ټول هېواد کې شتون لري.

د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه څه باندې درې ميليونه ماشومان له خطر سره مخ دي، خو ځينې راپورونه وايي چې دغه شمېره تر شپږ ميليونو پورې رسېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.