منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هېواد په ١٤ ولايتونو کې ٢٣ نوې پراختيايي پروژې پلې کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۳ کتنې

کابل(پژواک، ٨ لړم ٩٥): د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت وايي چې په ١۴ ولايتونو کې د څه باندې نيم ميليارد ډالرو په لګښت ٢٣ بنسټيزې پروژې پلي کوي.

د دغو پروژو د تر سره کولو تړون نن د کليو بيا رغونې او پراختيا وزير او د يو شمېر خصوصي شرکتونو د استازو ترمنځ په کابل کې لاسليک شو.

د کليو بيا رغونې او پراختيا وزير نصير احمد دراني په يوه خبرې غونډه کې وويل چې دغه پروژې په بغلان، بدخشان، جوزجان، تخار، سمنګانو، لوګر، پکتيا، کندهار، فراه، غور، باميانو، دايکنډي، پنجشير او نورستان ولايتونو کې تر سره کېږي.

وزير زياته کړه چې په دې پروژو کې پر ١١٩کيلومتره سړک جغل اچول او کانکرېټ، د ٣٤٧متره په اوږد والي سره د اوو پلونو جوړول، د ١٩٦ کيلومتره سړک ساتنه او مراقبت او د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړول شامل دي.

هغه زياته کړه چې ددغو پروژو په بشپړېدو سره به ځايي خلکو ته له درېيو مياشتو تر يوه کال پورې څه باندې ٢٤٠ زره کاري فرصتونه هم رامنځته شي.

دراني زياته کړه چې د ولسي تړون پروګرام لپاره  د نړيوال بانک له لوري ١٠٠ ميليون ډالرې مرسته کېږي چې يوه برخه يې د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت له لوري پلي کېږي، ټاکل شوې چې دغه مرستې د څښاک اوبو چمتو کولو، د سړک جوړولو او د اوبو لګولو سيستم لپاره ولګول شي.

د وزير په خبره، دغه پروګرام د روان کال په وري مياشت کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پيلېږي. ولسي تړون د حکومت يو لس کلن پروګرام دى چې د پخواني پروګرام (ملي پيوستون) ځاى نيسي او له مخې به يې حکومت په کليو او ښارونو کې د خلکو له اړتيا سره سم بنسټيز خدمتونه وړاندې کړي.

نصير احمد دراني د خبري غونډې په بله برخه کې د وزارت د پراختيايي بوديجې د لګښت کچې په اړه وويل، تر اوسه چې د مالي کال لس مياشتې تېرې شوې، د بوديجې اويا سلنه يې لګولې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه