منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د دوو رييسانو په ګډون د ننګرهار د ٧ دولتي مامورينو د فساد دوسيې تر څېړنې لاندې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۶ لړم ۹۵): د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ رييس څارونکی محمدولي هاشمي وايي چې د فساد په اړه په مبارزه کې جدي دی او د اوو دولتي چارواکو دوسيې  تر څېړنې لاندې دي.

هاشمي دا څرګندونې د لړم په ۱۶مه له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې او زياته يې کړه چې د فساد ضد مبارزې پيل يې له خپلې ادارې کړی دی.

هغه زياته کړه چې د کار له پيله يې تر اوسه شاخوا ۵۰۰ پخوانۍ دوسيې او ۲۴۲ نوې دوسيې څېړلې، چې ګڼې هغه يې محکمې ته وړاندې کړې او ځينې لا هم تر څېړنې لاندې دي.

دی وايي، د پخوانيو دوسيو څېړلو په موخه ورسره يو پلاوى له مرکزه هم همکار دی او زياتوي چې دغه دوسيې ډېری يې د څارنوالانو د بې غورۍ له امله ځنډېدلې وې.

استيناف څارنوال وايي چې د دندې د پيل پر وړاندې يې له فساد سره د مبارزې کلکه ژمنه کړې وه؛ ځکه خو يې د همدغو دوسيو په تړاو د اوو څارنوالانو دندې ځنډولې او په تړاو يې د بډو اخيستو او په دنده کې د ناغېړۍ دوسيې جوړې کړې دي.

څارونکي محمدولي هاشمي دا هم وويل چې تر اوسه يې د نشه يي توکو ۶۵ قضيې، د قتل ۲۶ قضيې، د ځمکو د غصب ۱۱ قضيې، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۵۴ قضيې، د وسلو د قاچاق ۱۸ قضيې، د غلا ۵۸ قضيې او د فساد په اړه يې ۱۱ قضيې څېړلې دي.

هغه وايي، اوسمهال هم د فساد په اړه د يو شمېر دولتي چارواکو قضيې د ده تر مېزه رسېدلې چې د ټولو په اړه به يې ګام پورته شي.

د هاشمي د معلوماتو له مخې، په دغو قضيو کې د ننګرهار د پوهنې د رييس په ګډون درې تنه د دغه رياست کارکوونکي، دغه راز د عالي دارالمعلمين د رييس په ګډون درې تنه د يادې ادارې او يوه د ښاروالۍ د يوه مامور قضيه ده.

هغه د پوهنې د رييس د قضيې په اړه وويل: ((د پوهنې د رييس د اختلاس قضيه ده چې په پنځو ښوونځيو کې يې کې اختلاس شوی دی چې د لکونو ډالرو خبره ده. موږ د هغه په اړه دوسيه جوړه کړې، له انجنيرانو سره به يو ځای د دې دوسيې څېړنه کوو او بيا به يې په اړه محکمه پرېکړه کوي.))

د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ مشر وايي چې د يادو ټولو کسانو دندې ځنډول شوې؛ خو د ضمانت په بدل کې بېرته يې خپلې دندې پيل کړې او د دوی له ارزونې وروسته به يې په اړه محکمه وروستۍ پرېکړه وکړي.

هغه د خپلې ادارې په اړه وايي چې اوس يې کارونه ډېر منظم کړي او خلک نه اړ کېږي چې د خپلو دوسيو په خاطر په مياشتو مياشتو انتظار وباسي او يا بډې ورکړي.

هاشمي زياته کړه: ((زه خپله هر څوک چې راځي په اخره کې ترې د کارونو پوښتنه کوم، که له کوم مامور نه شکايت وي؛ نو سم دواره اقدام کوم او د شکايت برسي کوم.))

بلخوا د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعيلزي د خپل ځان په اړه د هر راز فساد خبره رد کړه او زياته يې کړه چې په ياده اداره کې د دوو نورو مامورينو د فساد په اړه دوسيه جوړه شوې وه؛ خو د ده په اړه هېڅ کومه موضوع نشته.

دی نه مني چې ده د ښوونځيو په جوړولو کې فساد کړی وي او يا دې هم کوم خيالي ښوونځى جوړ کړی وي.

اسماعيلزى وايي: ((زه په ننګرهار کې د هېڅ قسمه خيالي ښوونځي شتون نه تاييدوم او په کلکه يې ردوم.))

پژواک هڅه وکړه چې د ننګرهار د عالي دارالمعلمين د رييس محمد ابراهيم غبرګون هم له ځانه سره ولري؛ خو ورسره تر څو ځلو اړيکو نيولو سره بريالى نه شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه