کندهار (پژواک، ١٨ لړم ٩٥): چارواکي وايي، د کندهار- اروزګان لارې د رغولو لپاره ١،٨ ميليونه ډالر ځانګړي شوي او ډېر ژر به د دې لارې د جوړولو چارې پيل شي.
دغه لار چې شاوخوا ١٥٠ کيلومتره اوږدوالى لري، له ارغنداب، شاوليکوټ او نېش ولسواليو څخه تېرېږي چې د شاوليکوټ ولسوالۍ په ساحه کې يې تر ٣٠ کيلومتره ډېره برخه سخته ويجاړه ده، چې له امله يې خلک له سختو ستونزو لاس او ګرېوان دي.
د کندهار- اروزګان لار څه باندې دوې مياشتې وړاندې، هغه مهال د ترافيکو پر مخ وتړل شوه چې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړې زور واخيست او د اروزګان تر مرکز ترينکوټ پورې ورسېده.
وسله والو مخالفينو هم مهاله د يادې شوې لارې په اوږدو کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او لاره يې د ماينونو په وسيله وتړله.
د کندهار امنيتي ځواکونو د دغې لارې د بېرته پرانيستلو په موخه عمليات تر سره کړل او شاوخوا ٤٠ ورځې يې دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې نوې لار پرانيستل شوه.
خو دغه لاره ډېره زياته خرابه ده او جوړولو ته اړتيا لري.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، له ښه مرغه مرکزي ادارې د ولايتي ادارې د پرله پسې غوښتنو او ټينګار په پايله کې د دغې لارې د جوړولو لپاره ١،٨ ميليونه ډالر ځانګړي شوي دي.
هغه زياته کړه، د کندهار والي همدا نن په اداري غونډه کې د دې ولايت د ټولګټو چارو رياست ته سپارښتنه وکړه چې د لارې اړوند د سروې، ډیزاین او تداراکاتو کارونه پیل کړي، څو دغه لار له ژمي مخکې جوړه شي.
د ده په خبره، د يادې شوې لارې په جوړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې حل شي او د دواړو ولايتونو پر اقتصادي او امنيتي وضعيت به ښه اغېز ولري.
د کندهار د فوايد عامې رييس انجنير عبدالحمد احسان پژواک اژانس ته وويل، د کندهار- اروزګان د لارې ٣٠ کيلومتره ساحه خرابه او جدي جوړولو ته اړتيا لري.
ده زياته کړه، دغه لاره ١٣ معبرونو او شاوخوا ٢٠ پولګوټو ته هم اړتيا لري چې بايد جوړ شي.
نوموړي وويل، د يادې شوې لارې د جوړولو لګښت د فوايد عامې وزارت له خوا ورکول کېږي، چې دوى به يې ډېر ژر تخنيکي سروې پيل کړي، خو يادونه يې وکړه چې ښايي له ١،٨ ميليونه ډالرو ډېر لګښت ته اړتيا ولري.
login or register a new account.