منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د نړيوال اسلامي پوهنتون د احاطې جوړېدو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

جلال اباد(پژواک،٢٠لړم٩٥): په ننګرهار کې د ٣٧ ميليونه افغانيو په لګښت د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړيدو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند وويل چې په دې پوهنتون به په ټوليز ډول ٢٥٠ ميليونه ډالره لګښت راځي او چارې به يې د ١٥ کلونو په موده کې بشپړې شي.

هغې وويل: (( اوسمهال يې يواځې د احاطې د جوړولو چارې پيل شوې دي چې ٣٧ ميليونه افغانۍ پرې لګول کيږي او دغه پېسې د وزارت له پراختيايي بوديجي څخه ورکول کيږي.))

مومند وايي چې د ياد پوهنتون د جوړولو لپاره به له اسلامي او ځينو نورو هيوادونو څخه مرسته وغواړي.

د هغې د معلوماتو له مخې، ددې پوهنتون د جوړيدو مطالعه د ماليزيا هيواد له لوري شوې او اوسمهال يې په لوړو زده کړو وزارت کې پر ماسټر پلان کار روان دى.

د مومند په وينا، دغه پوهنتون به بيلابيل پوهنځي، کتابتونونه، لابراتوارونه او نور ملحقات ولري چې په يو وخت کې به لس زره محصلين په کې زده کړې وکړي.

که څه هم ياد پوهنتون د بټي کوټ، رودات او کوټ ولسواليو تر منځ په یوه ناامنه سیمه جوړيږي، خو د ننګرهار والي ګلاب منګل یې د جوړېدو پر مهال د بشپړ امنیت د ټينګښت د ژمنې تر څنګ له ځايي اوسېدونکو هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه: ((د ننګرهار هر فرد او اوسېدونکی دا مسوولیت لري، چې د دغې ملي او لويې پروژې په امنیت راوستلو کې له حکومت سره مرسته وکړي . همدا راز امنیتي ځواکونه به هم په خپل ټول توان د دغې پروژې د تطبیق لپاره خپل اجرات وکړي.))

بل پلو یو شمېر ولسي وګړو هم د دغه پوهنتون پر جوړېدو خوښي وښوده.

د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي مولوي نثاراحمد هاشمي پژواک ته وويل: ((زموږ ځوانان چې نورو ملکونو او پاکستان ته ځي او هلته د دې ملک لپاره دښمنان جوړېږي، هلته یې په فکر کار کېږي، ددې پوهنتون جوړېدل یو بهترین اقدام دی.))

یاد پوهنتون د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند غازي امان الله خان ښارګوټي ته څېرمه  پر زر جریبه ځمکه جوړېږي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې په ماليزيا او پاکستان کې هم نړيوال اسلامي پوهنتونونه جوړ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه