منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۰ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

الماني ساتونکو په مزار ښار کې دوه تنه شکمن موټرسايکل سپاره ووژل

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۳ کتنې

مزار شريف (پژواک، ٢١ لړم ٩٥): الماني ساتونکو د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې دوه تنه شکمن موټر سايکل سپاره وژلي دي.

دا کسان په داسې حال کې وژل شوي چې تېره شپه په مزار شريف ښار کې د المان پر کونسلګرۍ ‌ځانمرګى بريد شوى چې په پايله کې يې څلور تنه وژل شوي او ١١٥ تنه نور ټپيان دی.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د لړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې شپې تر پېښې وروسته پوليسو د پېښې په ځاى او د ښار په نورو سيمو کې کلک امنيتي تدابير نيولي  دي.

هغه زياته کړه چې نن سهار دوه شکمن موټر سايکل سپاره کسان د تېرې شپې پېښې له ساحې څخه د تېرېدو په حال کې و چې الماني ورته د درېدو امر  وکړ، خو هغوى ونه درېدل.

د قادري په وينا، کله چې دغه کسان نه دي درېدلي، الماني ساتونکو پرې ډزې کړې او دواړه يې وژلي دي.

د بلخ د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نور محمد فيض پژواک اژانس ته وويل چې ياد دوه جسدونه روغتون ته راوړل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست