منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندوز هوايي ډګر د بيارغونې قرارداد لاسليک شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٥): د کندوز ولايت هوايي ډګر د بيارغونې قرارداد، د هوايي چلند د خپلواکې ادارې او د يوه خصوصي شرکت تر منځ لاسليک شو.

د هوايي چلند خپلواکې ادارې له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې پروژې ٣٨٩ ميليونه افغانۍ لګښت د دولت له بوديجې ورکول کېږي چې د پلان له مخې، ټاکل شوې ياده پروژه په راتلونکو دوولسو مياشتو کې بشپړه او ګټې اخيستو ته وړاندې شي.

د سرچينې په وينا، د ياد ولايت د هوايي ډګر د الوتنې کرښه (رنوې) د ٦٢٠ متره په اوږدوالي او يو متر ژوروالي سره لرې شوې چې په اساسي ډول به بېرته پخه او جوړه شي.

پر دې سربېره په خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې د الوتنو ستونزو د لنډمهال حل لپاره ٢٠٢٠ متره لنډمهاله کرښه (رنوې) جوړه شي.

د هوايي چلند خپلواکې ادارې چارواکي وايي چې د امنيت د ټنيګښت او ساتنې لپاره د ياد هوايي ډګر ١٢ کيلومتره څلور خوا جالۍ (فنس) نيول شوې او د ساتنې لس برجونه هم رغول کېږي.

دغه راز د يادې ادارې چارواکو ويلي چې د کندوز د هوايي ډګر د نوي ترمينل کار په ډېرو عصري او مجهزو امکاناتو سره بشپړېدو ته نږدې شوی او ډېر ژر به ګټې اخيستو ته وړاندې شي چې د ياد ترمينل پر جوړولو هم ٦٨ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.

سرچينې زياته کړې چې د کندوز ولايت د هوايي ډګر بيارغونه د هوايي چلند د خپلواکې ادارې له لومړيتوبونو و او ولسمشر هم دغه کار ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه