منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د دوو سربندونو جوړولو تړون لاسليک شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٦ لړم ٩٥): په ننګرهار ولايت کې د څه باندې درې ميليونه ډالرو په ارزښت د اوبو د دوو سربندونو جوړولو تړون لاسليک شو.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغه تړون سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د جاپان د PMS موسسې رييس ناکامورا تر منځ لاسليک وکړ.

هغه زياته کړه، د تړون له مخې دا سربندونه او یو کانال په کوز کونړ ولسوالۍ کې جوړېږي چې درې ميليونه او درې سوه زره امريکايي ډالر لګښت به ولري.

د ننګرهار والي محمدګلاب منګل د دغه تړون د لاسليک پر مهال وویل، د دغه تړون له مخې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د مرواريد دويم کانال، د جاپان هېواد جايکا موسسې په مالي لګښت او د PMS ادارې له خوا جوړېږي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه تړون کې د يو سربند په ګډون دوه سوه متره غرق شوي بند، يو عمومي کانال، ترسبګاه، پارچاوۍ، د اوبو اخيستونکي ساختمانونو، څلور عشاريه نهه کيلومتره استنادي دېوال، پولچکونو او يو شمېر نورو ساختماني پروژو جوړول شامل دي.

د ګلاب منګل په وينا، له دې پروژې څخه به د دې ولسوالۍ کچړې، کوټې، تاران او بيلې کليو اته ويشت زره کسان اته سوه پنځوس هکتاره ځمکې خړوبولو لپاره ګټه پورته کړي.

والي وويل چې د دې پروژې ټولې چارې به د څلورو کالونو په موده کې بشپړې شي او لسګونه ځوانانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.

د ننګرهار والي د PMS ادارې څخه وغوښتل چې خپل کارونه د انجنيرۍ له معيار سره برابر ترسره کړي او ډاډ يې ورکړ چې په ټولو سيمو کې به يې د امنيت خونديتوب لپاره ځانګړې هڅې وکړي.

د جاپان د PMS ادارې مسئول ناکامورا وويل چې شپاړلس کاله وړاندې په افغانستان کې وچکالي راغلې وه، نو له همدې امله د جاپان هېواد وپتېيله چې په افغانستان کې د سربندونو او کانالونو جوړولو په برخه کې کار وکړي.

هغه زياته کړه چې له پنځلسو کالو راهيسې يې په افغانستان کې د کانالونو او سربندونو جوړولو په برخه کې ډېر کار کړی چې په ځانګړي ډول يې په ننګرهار کې د زرګونه جريبه ځمکو خړوبولو لپاره ګڼې پروژې ترسره کړې دي.

ناکامورا وويل چې د جاپان هېواد جايکا موسسې په ننګرهار کې د پخوانيو مرستو تر څنګ د درې ميليونه او درې سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت د کوز کونړ په ساحه کې د لوی کانال او سربند جوړولو چارې پيل کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه