جلال اباد (پژواک، ۲۷ لړم ۹۵): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سرې میاشتې په هلو ځلو له ولسونو څخه د راټولو شويو څه باندې ۳ میلیونو افغانیو په لګښت د درېيو هوایي پلونو د جوړولو چارې پیل شوې .
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتر څخه د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، دغه پلونه د سرې میاشتې ادارې له لوري د درې میلیونه او درې سوه زره افغانیو په مالي لګښت د درېيو میاشتو په موده کې جوړېږي.
هغه زیاته کړه، دغه پلونه د جلال اباد ښار په بزازۍ کوڅې، پوهنتون روغتون ته څېرمه او نصرت لېسې ته نږدې جوړېږي، چې په جوړېدو سره به یې د پليو کسانو لپاره د تګ راتګ بشپړ سهولت برابر شي.
د ده په وينا، په جلال اباد ښار کې د سرې میاشتې په هلو ځلو د ولسونو څخه په راټولو شوو افغانیو بېرته همدې ولسونو ته د سهولتونو د برابرولو په موخه هوایي پلونه جوړیږي.
منګل د سرې میاشتې د رضاکارانو له هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ، د دې پلونو د جوړوونکي شرکت مسوولینو ته د چارو د ښه ترسره کېدو سپارښتنه وکړه .
په خبرپاڼه کې د سرې میاشتې د ريیس ننګیالي یوسفزي له قوله راغلي، په ننګرهار کې د سرې میاشتې رضاکارانو په ټولو چارو کې نوښتونه ترسره کړي او د همدغو نوښتونو په ترڅ کې يې د یادو پلونو د جوړولو چارې پیل کړې .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










