Language

کندهار کې پر کروندګرو د غنمو د تخم او کيمياوي سرې وېش لړۍ پيل شوه

کندهار (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٥): په کندهار کې د کرنې رياست له خوا پر کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې د وېش لړۍ له دامان ولسوالۍ څخه پيل شوه.

د دامان ولسوالۍ پر کروندګرو ٣٥ ټنه د غنمو اصلاح شوى تخم او ٧٠ ټنه کيمياوي کود ووېشل شو.

د تخمونو او کود د وېش په مراسمو کې د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي وويل، د تخمونو او کودو وېش يې ځکه له دامان څخه پيل کړ، چې په دغې ولسوالي کې د کندهار په کچه تر ټولو ډېر غنم کرل کېږي.

هغه زياته کړه، پر کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او کودو د وېش موخه دا ده، چې د غنمو کر وده وکړي او هېواد له دې اړخه پر ځان بسيا شي.

د ده په خبره، د غنمو اصلاح شوى تخم او کود به د دامان په ګډون د کندهار په يوولسو ولسواليو کې ووېشل شي.

شمسي د کرنې رياست ته سپارښتنه وکړه، چې په ولسواليو کې دې د اوبو مديريت په ښه توګه وکړي، څو د هرې ولسوالۍ کښتونو او باغونو ته کافي اوبه ورسېږي.

د کندهار د کرنې رييس سيد حفيظ الله سادات وويل، د يوولسو ولسواليو د کروندګرو لپاره ٢٩٥ ټنه د غنمو اصلاح شوى تخم او ٥٩٠ ټنه کيمياوي کود ځانګړى شوى چې پر وخت به ووېشل شي.

هغه زياته کړه، دغه اصلاح شوى تخم او کود به په دامان، ډنډ، پنجوايي، ميوند، معروف، ارغستان، ژيړۍ، تخته پُل او څو نورو ولسواليو کې پر کروندګرو ووېشل شي، چې د کيفيت او کميت له پلوه به ښه حاصلات ورکړي.

نوموړي دغه راز له کروندګرو سره ژمنه وکړه چې د کرنې د معياري کېدو په موخه به د کرنيزو وسايلو مرسته هم وکړي.

د دامان ولسوالۍ يوه کروندګر عيسى محمد چې د غنمو تخم او کود يې تر لاسه کړي و، د کرنې رياست له چارواکو مننه وکړه چې دغه توکي يې پر وخت پر کروندګرو ووېشل.

خو نوموړي دغه مرسته کافي نه بولي او وايي، د دامان ولسوالي خلک د کرنې لپاره د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

ده له حکومته وغوښتل چې د اوبو د کمښت سونزه دې هواره کړي او له کروندګرو سره دې د کرنيزو وسايلو مرسته هم وکړي.

login or register a new account.

Related Topics