کابل (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې د پوليسو څلورو امرينو د دندو له ځنډولو وروسته؛ د يادې حوزې د سيمه ييز کنټرول او کشف امرينو دندې هم ځنډول شوې دي.
د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې په اړوند د چهاردهي په چهارکلا سيمه کې د باقرالعلوم پر جومات د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې چې له امله يې شا وخوا سلو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، په اړوند يې پرون د يادې حوزې د امر، د استخباراتو امر، له جنايي جرمونو سره د مبارزې امر او له ترهګرۍ سره د مبارزې امر دندې وځنډول شوې.
د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل د شپږمې حوزې د څلورو امرينو د دندو له ځنډولو وروسته؛ د يادې حوزې د سيمه ييز کنټرول او د کشف د امرينو دندې هم ځنډول شوې دي.
سرچينې زياته کړې، ياد پلاوي کې چې د تفتيش، اسختباراتو او له جنايي جرمونو سره د مبارزې رياستونو استازي شامل دي، د وزارت د مشرتابه له لوري دنده سپارل شوې، څو د باقرالعلوم جامع جومات ترهګريز بريد په اړه هر اړخيزه څېړنه وکړي او راپور يې د وزارت مشرتابه ته وړاندې کړي.
login or register a new account.