منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۰ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نورستان کې د يو پول په جوړېدو زرګونو کسانو ته د تګ راته زمينه برابره شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۵ ليندۍ ۹۵):په نورستان ولايت کې د يو پول په جوړېدو سره د مرکز پارون او واما ولسوالۍ شاوخوا پنځوس زره اوسېدونکو ته د تګ راتګ زمينه برابره شوه.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د ليندۍ په ۵مه پژواک اژانس ته وويل چې د دې پله چارې شاوخوا ۷ مېاشتې وړاندې د خلکو ستونزو ته په کتو پيل او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د والي په وينا ، پول چې په جنګل پوستې سيمه کې پر سيند رغول شوی،   ۲۱ متره اوږدوالی ، ۷ متره پلنوالی لري او د فوايد عامې وزارت په ۸ ميليونه افغانۍ لګښت جوړ شوی دی.

دی وايي، تر دې وړاندې په ياده سيمه کې د لرګيو پول موجود و، چې تل به خلک له  ترافيکي پېښو سره مخ وو او ګڼ شمېر خلکو ته يې مرګ ژوبله اړوله؛ خو د دغه پله  په جوړېدو سره به ياده ستونزه حل شي.

د نورستان والي دغه راز وايي، چې د ياد پله په جوړېدو سره به د واما ولسوالۍ او مرکز بارون شاوخوا ۵۰ زره اوسېدونکو ترمنځ د تګ راتګ اسانتيا پيدا شي ، چې د نورستان په تاريخ کې دا يوه ستره رغنيزه پروژه ده.

د نورستان د ولايتي شورا رييس سعد الله نورستانی هم وايي  چې د دغه پول جوړېدل  د سيمې د اوسېدونکو لپاره ډېره حياتي پروژه ده.

هغه له پژواک سره د خبرو پرمهال دغه راز وويل چې حکومت نورستان ته ډيره توجه نه کوي او بايد ورته نورې پروژې هم په ياد ولايت کې پلې شي؛ ځکه  چې  د دغه ولايت اوسېدونکي ګڼو خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د سيمي اوسيدونکي هم د دغه پله په جوړېدو خوښ دي او وايي  چې دا پول به يې ډېرې ستونزې را کمې کړي.

اکبرعلي چې د واما ولسوالۍ اوسېدونکی دی په دې اړه پژواک ته وويل،  پخوا به يې چې کله خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز ته راوړل او یا به يې کومه بله ستونزه وه؛ نو په دغه سيمه کې به له سختو ستونزو سره مخ و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه