منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له پاکستانه کندهار ته راستانه شوي زرګونه کډوال له ستونزو سره مخ دي

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کندهار (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٥): روان کال له پاکستان څخه افغانستان ته د سپين بولدک له لارې د کډوالو ٦ زره کورنۍ راستنې شوې چې د تېر کال په پرتله يې کچه يو پر څلور ډېر ده.

خو راستانه شوي کډوال د سرپناه له نشتوالي او بې روزګارۍ کړېږي او وايي، يوازې د کډوالو نړيوال سازمان (UNHCR) ورسره مالي مرسته کړې او دولت هېڅ راز مرسته نه ده ورسره کړې.

بلخوا د کندهار د کډوالو چارو رييس وايي چې په پنجوايي ولسوالۍ کې د کډوالو په ښارګوټي کې دا مهال خدماتي چارې روانې دي چې له بشپړېدو سره به يې پر کډوالو د استوګنې لپاره ځمکې ووېشل شي.

د حاجي نصرالله په نوم يو کډوال د خپلې کورنۍ له اوو غړو سره تازه د پاکستان د بلوچستان ايالت له کوېټې ښار څخه کندهار ته راستون شوى او دا مهال د ښار اړوند د نهمې ناحيې په يوه کرايي کور کې اوسېږي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دوې مياشتې مخکې مې له ٢٥ کاله کډوالۍ وروسته خپل هېواد ته د راتلو تصميم ونيو، دلته په راتلو راسره يو اين ايچ سي ار مالي مرسته وکړه، خو دولت هيڅ هم راسره و نه کړه.))

د ده په خبره، هيله يې دا وه چې وطن ته په راتلو به حکومت د استوګنې لپاره يوه نمره ځمکه ورکوي، خو دا يوازې د هغه خوب و.

دى وايي، د سلګونو نورو کډوالو کورنيو په څېر دى هغو خبرونو- چې ګواکې حکومت هرې کډوالې کورنۍ ته د استوګنې يوه نومره ځمکه ورکوي- وهڅاوه چې خپل هېواد ته راشي، خو دلته خبره هغسې نه وه.

هغه زياتوي، په داسې حال کې چې له راتلو يې دوې مياشتې تېرېږي او تر اوسه يې ځان ته کار او روزګار هم نه دى موندلى، له ناکامه په کرايي کور کې ژوند کوي.

د ده په خبره، څو ځلې يې په کندهار ښار کې د کډوالو رياست ته مراجعه وکړه، هغوى يوازې د ده نوم ثبت کړ او د ځمکې د ورکړې نامعلومه ژمنه يې ورکړه.

دغه کډوال له حکومت څخه وغوښتل چې د راستنېدونکو کډوالو د سرپناه او روزګار غم دې وخوري.

يو بل کډوال محمد عارف هم وايي، شاوخوا څلور مياشتې مخکې په داسې حال کې خپل هېواد ته را ستون شوى چې د سرپناه نشتوالى او بې روزګاري يې تر ټولو عمده ستونزې دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ده تمه هم دا وه چې هېواد ته په راتلو به ورسره حکومت د استوګنې د ځمکې مرسته کوي، خو هغى تر اوسه هغو کډوالو ته لا ځمکې نه دي ورکړي چې د تېرو ١٦ کلونو په اوږدو کې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دى زياتوي، په پاکستان کې مېشت ډېرى کډوال له خپل تريخ ژوند څخه ځورېږي او غواړي چې خپل هېواد ته راستانه شي، خو د سرپناه او روزګار نشتوالى يې پر وړاندې لوى خنډونه دي.

د عبدالوهاب په نوم يو بل کډوال چې د بلوچستان ايالت له کچلاک ښارګوټي راستون شوى او دا مهال له خپلې ١٢ کسيزې کورنۍ سره په کندهار ښار کې ژوند کوي، د يادو شوو ستونزو تر څنګ د کورونو د کرايي له لوړوالي شکايت کوي.

هغه ګيله وکړه، د دې پر ځاى چې ځايي خلک د کډوالو راتګ ته خوښ شي او تر خپله وسه ورسره همکاري وکړي، برعکس يې د کډوالو په راتګ د کورونو کرايې لوړې کړې دي.

دى وايي، د کندهار ښار د کابل دوراهي په سيمه کې يې يو معمولي کور په ١٠زره افغانۍ په کرايه نيولى، په داسې حال کې چې دغه کور مخکې په ٧زره افغانۍ په کرايه ورکړل شوى و.

نوموړى له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د کډوالو ستونزو ته پاملرنه وکړي او تر اوږدې کډوالۍ وروسته ورته په هېواد کې دننه د داسې ژوند شرايط برابر کړي چې لږ تر لږه په خپل کور کې خو د پرديتوب احساس و نه کړي.

د کندهار د کډوالو چارو رييس محمد عظيم نوابي پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال د تېر په پرتله له پاکستان څخه کندهار ته د سپين بولدک له لارې د کډوالو د راستنېدو لړ يو په څلور ډېر شوې ده.

هغه زياته کړه، تېر کال له دې لارې ٢٥ سوه کډوالې کورنۍ را ستنې شوې وې، خو سږ کال چې لا پاى ته نه دى رسېدلى، تر دې مهاله شاوخوا ٦زره کډوالۍ کورنۍ خپل هېواد ته را ستنې شوې دي.

نوموړي ومنله چې له راستنو شوو کډوالو سره يوازې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان مالي مرسته کړې او دولت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

خو دى وايي چې په پنجوايي ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره وار له مخه ٢٤سوه جريبه ځمکه ځانګړې شوې چې اوس په کې د خدماتو چمتو کولو چارې روانې دي.

د ده په وينا، څو مياشتې مخکې د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي کندهار ته راغلى و او په پنجوايي ولسوالۍ کې يې د کډوالو د ښارګوټي د نومرو د خط اندازۍ او استوګنې ته د چمتووالي چارې پرانيستلې.

نوابي زياتوي، په دغه ښارګوټي کې به د پاکو اوبو، سړکونو او برېښنا د اسانتياوو له برابرولو وروسته د ولايتي ادارې د مسوولينو په مشرۍ د يوه ځانګړي کمېسيون له خوا پر کډوالو د استوګنې نومرې ووېشل شي.

خو ده يادونه وکړه چې د بوديجې د نشتوالي له امله د دغه ښارګوټي خدماتي چارې ډېرې ورو روانې دي چې د راتلونکي کال تر نيمايي به بشپړې شي.

هغه وويل، د خدماتي چارو له بشپړېدو وروسته به په لومړي ګام کې ١٦ سوه مستحقو کډوالو ته يوه- يوه نمره ځمکه ورکړل شي.

خو نوموړى دا هم وايي چې يوازې همدا يو ښارګوټى کډوالو ته بسنه نه کوي، بلکې شاوخوا د استوګنې ٢٠ زره نورو نمرو ته هم اړتيا ده چې په ژيړۍ، دامان او سپين بولدک کې ځمکې ورته ځانګړې شوې خو د خدماتو برابرولو چارې يې نه دي پيل شوي.

د کډوالو چارو رييس له اړوند وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د بوديجې ستونزه حل کړي او د اوسني ښارګوټي تر څنګ په نورو کې هم خدماتي چارې پيل کړي، څو پر ټولو کډوالو ځمکې ووېشل شي او په دې توګه هغوى خپل ژوند جوړ کړي.

نوابي دا هم وويل چې د ژمي په راتلو د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان له کډوالو سره خپلې مرستې درولې، خو له دې سربېره هم کډوال خپل هېواد ته را روان دي.

دى وايي، د اوسمهال لپاره د IOM نړيواله اداره له هغو راستنېدونکو کډوالو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې کوي چې په پاکستان کې له راجسټر کېدو پاتې شوي.

د دې تر څنګ په وروستيو مياشتو کې د جګړو او نا امنيو له امله له هلمند او اروزګان څخه هم زرګونه کډوالې کورنۍ کندهار ښار ته راغلي دي.

د کډوالو چارو رييس وايي، له يادو ولايتونو څخه تر دې مهاله ٣٦٠٠ کورنۍ کندهار ښار ته راغلي چې د بېلابېلو مرستنيدويه ادارو له خوا د دغو بې ځايه شوو کډوالو له ٢٩٠٠ کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوې دي.

دى وايي، د دغو کورنيو د پېژندلو سروې روانه ده او له پاتې نورو کورنيو سره به هم ورته مرستې وشي.

د کندهار د کډوالو چارو رياست وړاندوينه کوي چې راتلونکى کال له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو شمېر نور هم لوړېږي، په کار ده چې حکومت وار له مخه ورته چمتووالى ولري او له هغوى سره د استوګنې د نمرو مرسته وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه