جلال اباد (پژواک، ۱۳ ليندۍ ۹۵) : په ننګرهار کې د ګلابو د پروسس فابريکې مسوولين وايي چې وروستۍ نا امنۍ يې کارونه له خنډ سره مخ کړي او نه شي کولی چې سږنی انکشافي پلان پلی کړي.
دوی وايي، سږکال يې پلان درلود چې د ننګرهار په پچيراګام، کوټ او خوږياڼو ولسواليو کې د ګلابو د کر بڼونه جوړ کړي؛ خو نا امنۍ يې مخه نيولې ده.
د دغې فابريکې مشر محمد اکبر مومند له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې اوسمهال په درېيو ولسواليو دره نور، نازيان او اچين کې د ګلابو د کر بڼونه لري، چې شاوخوا ۸۰۰ کروندګرو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
هغه دغه راز وايي چې شاوخوا سل کسان ورسره په فابريکه کې د پروسس په برخه کې کار کوي او د ګلابو په هر موسم کې نورو شاوخوا ۶۰ کسانو ته هم کاري زمينه برابريږي
د نوموړي په وينا، پلان يې درلود چې سږکال په درېيو نورو ولسواليو کې هم د ګلابو د کر په برخه کې پانګه اچونه وکړي؛ خو نا امنۍ يې مخه ونيوله.
هغه زياته کړه:((موږ د کوټ، خوږياڼو او پچيراګام ولسواليو په لرو پرتو غريزو سيمو کې سروې کړې وه؛ ځکه دا ګلان له لوړې ارتفاع او غريزې سيمې پرته بل ځای نه کيږي؛ خو اوس هلته نا امني ده.))
د ګلابو د فابريکې د مسوول د معلوماتو له مخې، د پروسس په دغه فابريکه کې له ګلابو عرق او تېل جوړېږي، چې عرق يې په داخل دې هېواد کې هم استفاده کيږي؛ خو تېل يې ټول خارج ته صادرېږي.
د محمد اکبر مومند په وينا، په کور دننه داسې فابريکې نشته چې د ګلابو له تېلو استفاده وکړي، ځکه دا په درملو کې استعماليږي او دلته د درملو د توليد فابريکې نشته.
مومند وويل: ((موږ په کال کې يو ځل ګلان راټولو او په کال کې يو ځل بيا وړاندې له دې چې دا پروسس شي، په اروپايي هېوادونو کې ورته بازار پيدا کوو. کال کې يو ځل جرمني کې يو نندارتون وي او بيا د هغه نندارتون پرمهال موږ ته فرمايشات راځي.))
دی وايي، د ځمکې حاصل او د کروندګر خوارۍ ته په کتلو هر دهقان له يو جريب ګلانو له ۴۰ زره نيولې ترسل زره افغانيو پورې عايد تر لاسه کوي او د دې ترڅنګ د کال په اوږدو کې په بڼونو کې سبزيجات هم کري، چې هغه هم ورته ښه اقتصادي عايد لري.
د مومند د معلوماتو پر بنسټ، هر فصل کې له يوې مېاشتې نيولې تر ۵۰ ورځو پورې ګلان راټولېږي: ((کوم کال چې بارانونه زيات وي؛ نو حاصلات تر ۵۰ ورځو هم رسېږي؛ خو کله چې بارانونه نه وي؛ نو تودوخه هم ورسره زياته وي بيا حاصلات کمې ورځې وي.))
هغه وايي، د ګلابو د راټولو لپاره يې په هغو کليو کې چې فصل کرل شوی مرکزونه جوړ کړي او بيا يې هره ورځ ترې راوړي.
د ننګرهار د ګلابو د پروسس فابريکې مشر وايي، چې که امنيت تامين شي؛ نو پلان لري چې په لرو پرتو ټولو غريزو سيمو کې د ګلابو کر وکړي او زرګونه کروندګرو ته به د کار زمينه برابره کړي.
د يادولو ده چې دغه فابريکه په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې جوړه شوې، لومړی يې په درېيو ديګونو کار کاوه او اوس يې دغه شمېر شپږو ته رسولی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










