منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ امنيه قوماندان په دغه ولايت کې د داعش د مرکزونو شتون رد کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٥): د کونړ امنيه قوماندان وايي چې په دغه ولايت کې د داعش مرکزونه نشته، خو د وسله والو شتون يې نه ردوي.

امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې کونړ يو سرحدي او غرنى ولايت دی چې  له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله هم لري.

هغه زياته کړه، پاکستان تل هڅه کوي چې د دغه ولايت امنيتي وضعه خرابه کړي.

خو د همت په وينا، د دغه ولايت امنيتي حالـــت  تر ډېره ښه دی، قومي مشران ديني عالمان، مدني فعالان او په ټوله کې ولسي خلک د امنيتي ځواکونو کلک ملاتړي دي.

دى وايي: ((څو ورځې مخکې د دانګام ولسوالۍ په جګړه کې قومي مشرانو او ځوانانو زموږ نه غوښتنه وکړه چې موږ له  هېواده دفاع ته چمتو يو او له امنیتي ځواکونو سره په ګډه په يوه سنګر کې له خپلې خاورې دفاع کوو.))

د کونړ امنيه قوماندان وويل، چې پلان لري، د کونړ په هغو سيمو کې چې د وسلوالو خوځښتونه شتون لري د ځپلو په موخه يې  پراخه عمليات ترسره کړي.

همت په ولايت ولايت کې د داعش د شتون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې مرکزونه يې نشته، خو په ځينو لرو پرتو سيمو کې يې وسله والو د جلب و جذب فعاليتونه پيل کړي دي او دوى يې په اړه راپورونه ترلاسه کړي دي.

د نوموړي په وينا، د چپې درې، نورګل، شيګل ولسوالــيو او ځيـنو نورو لرو سيمو کې د داعش د دغه ډول تحرکاتو راپورونه شــته خو دوى  ورته اجازه نه ورکوي چې مرکزونه جوړ کړي.

د کونړ امنيه قوماندان زياتوي چې په ټولو ولسواليو کې د دولت کنټرول شته او ښه حکومتولي هم په کې جوړه شوې ده.

خو جمعه ګل همت وويل چې يواځې د دوو ولسواليو ناړۍ او غازي اباد پر لويو لارو امنيتي ستونزې شته چې دوى يې د هواري لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې د وسله والو لس ډلې (امارت، لشکر جنګوي، القاعده، تحريک طالبان پاکستان، لشکر طيبه، جنوب خراسان، جيش فدايان او النصر  فعاليت کوي چې ډېرى يې بهرني دي.

د نوموړي په وينا، کونړ کې ٢٦٥٠ سيمه ييز پوليس پر دندو ګومارل شوي چې د ټول هېواد په کچه د امنيت په برخه کې يې لومړى مقام خپل کړى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه