منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۱ غ.و
۸°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يو نابينا غواړي چې د نورو معلولينو لپاره الګو وي

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٥): په يوه ټولنه چې سالم وګړي يې له کاره ځورېږي، يو نابينا کس چې له تېرو ١٩ کلونو راهيسې د سره صليب نړيوالې کمېټې په ارتوپيديک مرکز کې په کار بوخت دى، وايي چې معلوليت ناتواني نه ده، پياوړى تصميم او اراده کولى شي چې په ژوند کې د پرمختګ لامل شي.

دغه کس دلاور شېرزى نومېږي او په دواړو سترګو ړوند دى، نوموړى په ١٣٤٨ کال کې د بغلان په پلخمري ښار کې زېږېدلى او اوسمهال له خپلو دوو مېرمنو او دوو زامنو سره د کابل ښار په کارته نو سيمه کې ژوند کوي.

هغه وايي چې په ١٤ کلنۍ کې يې شري ناروغي او  په پلخمري ښار کې د روغتيايي مرکز نشتوالى د دې سبب شو چې په سترګو يې د تل لپاره تياره شي او  و نه شي کولى چې د اقتصادي کمزورۍ او امکاناتو د نشتوالي په سبب کابل ته د درملنې لپاره  ولاړ  شي.

دغه د غوړېدلې څېرې او موسکو شونډو خاوند کس له خپلو همکارانو او مراجعينو سره ښه چلند کوي، له پژواک خبري اژانس سره يې په ځانګړې مرکه کې وويل چې سهار مهال ٨:٠٠ دندې ته ځي او د خپل کار تر پايه پورې د کاري مېزونو د پاکولو، د کار وسايلو ساتنې او مراجعينو ته د لکڼو د وېشلو تر څنګ، په نابينا سترګو لکڼې هم بسته بندي کوي.

شېرزى چې له تېرو ١٩ کلونو راهيسې د افغانستان د سره صليب نړيوالې کمېټې ارتوپيديک مرکز کې کار کوي، زياتوي: ((هره ورځ اته ساعته کار کوم، د وسايلو د لمس له لارې خپل د اړتيا وړ شيان پيدا کوم، سره له دې د کار لپاره پرانيستې فضا نه لرم، خو بيا هم د سالمو افرادو په څېر خپل کاړوونه په اسانۍ ترسره کوم.))

نوموړى وايي چې کار يې د پخوا په پرتله اسان شوى، پخوا به يې د چکس کاري دنده پر غاړه وه او هره ورځ يې په نابينا سترګو شاوخوا درې زره ځله چکش وهلو، خو اوس يې کار اسانه شوى، د نورو کارونو تر څنګ هره ورځ سلګونه لکڼې بسته بندي کوي.

هغه په ډاګه کړه چې نورو معلولينو او سالمو وګړو ته د  وړتيا او ځواک ښودلو او هغوى ته د ژوند تېرولو د ښودلو په موخه کار کوي. 

نوموړي زياته کړه: ((معلول شخص کمزورى نه، بلکې ځواکمن دى، کولى شي چې د نورو سالمو وګړو په څېر، حتى له هغوى نه هم په ښه ډول کار وکړي، پيسې پيدا کړي او خپلو مظلومو او ځورېدلو خلکو ته خدمت وکړي.))

نوموړى په داسې حال کې چې د لکڼو په بسته کولو بوخت و، د پژواک خبري اژانس له خبريال سره يې هم په خندا او خوښۍ خبرې کولې او ويې ويل چې په خپل کار کې هېڅ ډول ستونزه نه لري، کوم کار چې ورسپارل کېږي، په رښتيني ډول يې سر ته رسوي او که چېرته له کومې ستونزې سره مخ کېږي، همکاران يې ورسره مرسته کوي.

هغه زياته کړه: ((داسې کسان شته چې پوهنتون يې پاى ته رسولى، ډيپلوم لري، خو چوک ته ځي او ١٠٠ افغانۍ نه شي پيدا کولى، خو شکر دى چې ما نورو ته لاس نه دى نيولى او د دې تر څنګ چې خپلې کورنۍ ته اړ نه يم، مرسته هم ورسره کوم.))

دغه سړي وويل چې يواځېنۍ هيله يې په هېواد کې د سولې او ټيکاو راتلل او داسې ټولنې جوړول دي چې له تاو تريخوالي والي لرې وي او هېڅ کوم وګړى يې د جګړې او نورو لاملونو په سبب معلول او معيوب نه شي.

د هغه يوه همکار مير احمد شاه هم دلاور شېرزى يو با مسووليته، کاري او د ښو اخلاقو خاوند کس ياد کړ او ويې ويل چې پخوا يې کارونه نسبتاً درانه وو، خو اوس يې په کارونو کې اسانتيا راغلې او خپل کارونه د يوه سالم وګړي په توګه ترسره کوي.

هغه په ډاګه کړه، سره له دې چې شېرزى نا بينا دى، خو بيا هم د لکڼو لنډولو، لاستي اچونې، ګوتک اچولو او نورو کې خپل کار په ښه ډول ترسره کوي.

په کابل کې د سره صليب نړيوالې کمېټې د اروتو پيديک مرکز مشر نجم الدين هلال وويل چې هر کال شاوخوا ١٠زره ناروغان د يادې ادارې په اوو اورتوپيديکي مرکزونو کې ثبتېږي او په ٢٠١٥ کال کې څه باندې ١٣٠ زره کسانو د ياد مرکز له خدمتونو په اوو ولايتونو کې ګټه اخيستې ده.

نوموړي زياته کړه چې په هېواد کې د اى سي ار سي اورتوپيدي مرکزونو د کارکوونکو شمېر اوو سوو ته رسېږي او د دغو مرکزونو ګڼ شمېر کارکوونکي نورو ناروغانو ته د روحيې ورکولو لپاره معلولين دي.

هلال په خپلو خبرو کې شېرزى خپل يو صميمي، ژمن او مسووليت منونکى همکار ياد کړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه